لاس رسیدونکی لینک

صدراوباما به ددولت اسلاميه خلاف کارروائي پراخوي


هغه وويل امريکا ته دټولو نه لويه خطره عراق اؤ شام کې دفعاله تندروه جنگيالو نه پيښه ده چې دمخنيوي لپاره به يې امريکا ټولې ممکنه وسيلې کاروي.

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي شام اؤ عراق کې دفعاله تندروه تنظيم "دولت اسلاميه" ته دماتې ورکولو لپاره امريکا دخپلو ائتلافيانو سره دنوي مهم اغاز کوونکې ده.

دشورو په شپه سپينه ماڼۍ کې دولت اسلاميه سره دمقابلې په اړه دامريکائي تگلارې داعلان کولو په مهال صدر اوباما وويل ددغه تندروه تنظيم جنگيالي چې چرته هم موجود وي ، په نخښه کولى به شي.

هغه وويل امريکا ته دټولو نه لويه خطره عراق اؤ شام کې دفعاله تندروه جنگيالو نه پيښه ده چې دمخنيوي لپاره به يې امريکا ټولې ممکنه وسيلې کاروي.

صدر اوباما وويل ددولت اسلاميه خلاف به امريکائي کارروائي به عراق اؤ افغانستان کې دجنگ نه مختلفه وه چې جزئيات به يې سپينه ماڼۍ اؤ کانگريس په گډه سره فيصله کوي.

دامريکا صدر عراق کې دنوي حکومت دجوړيدو هرکلى وکړو اؤ وې ويل دخپلو بهرنو ائتلافيانو اؤ کانگريس دمشرانو سره دصلاح مشورې نه پس هغه دا اعلان کوي چې امريکا ددولت اسلاميه مقابلې لپاره يو لويې نړيوال ائتلاف جوړوي.

صدر اوباما يوځل بيا واضحه کړه چې دتندلارو دمقابلې لپاره دامريکائي پوځي دستو عراق يا شام په خاوره دکوځولو کومه اراده نۀ لري.

هغه وويل دځمکنۍ کارروايۍ برعکس به دترهه گرۍ دمخنيوي دغه مهم کې ددولت اسلاميه خلاف دامريکا دفضائي حملو دائره پراخولى شي اؤ دامريکا عرب اؤ لويديز ائتلافيان به دتندلارو خلاف ځمکنۍ کارروايۍ کې دعراقي پوځ مدد کوي.

اوباما وويل چې ددولت اسلاميه خلاف دامريکا فضائي کارروائي دوړاندې نه جاري ده ، دکومې په مهال چې عراق کې دتندلارو په پټن ځائيونو اؤ نورو هدفونو دتيرې مياشتې راهسې گڼ شمير فضائي حملې شوي دي.

.پخپل پريس کانفرنس کې اوباما وويل دولت اسلاميه ته اسلامي وئيل سم نۀ دي ، دغه ډله داسلام سره کوم تعلق لري اؤ نۀ هم داسلامي رياست سره.

هغه وويل دترهه گرو کومه نظريه نۀ وي اؤ دهغوي مقصد يواځې وينې بهيول دي چې يو مذهب يې هم اجازت نۀ ورکوي.

هغه وويل چې دولت اسلاميه دعامو خلکو په وژلو کې ککړه ده اؤ دخپلې قبضې لاندې سيمو کې يې دظلم داستانونه رقم کړي دي.

دصدر اوباما ددغه اعلان نه څو گينټې وړاندې سپينې ماڼۍ اعلان کړى ؤ چې اوباما انتظاميه به دعراق نوي حکومت ته ددوه نيمو کروړو ډالرو فوري پوځي مدد ورکوي ، کوم چې به دعراقي عسکرو دجنگي توانونو دغوره کولو لپاره استعمالولى شي.

پخپل خطاب کې صدر اوباما وويل چې عراقي پوځيانو ته دتربيت ورکولو لپاره نور ٤٧٥ امريکائي پوځيان عراق ته روانولى شي.

XS
SM
MD
LG