لاس رسیدونکی لینک

باجوړ:دپوليو دډلې په حفاظت ماموردليويز عسکر وژل شوى


ددغه حملې نه پس په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي اؤ دشکمنو حمله کوونکو دنيولو لپاره يې دلټونې عمليات پيل کړي.

راپورونه وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په ډمه ډوله علاقه کې دشورو په ورځ وسله والو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو دورکوونکې ډلې په حفاظت مامور دليويز يو عسکر وژلى دى.

دپوليټيکل انتظاميې دسرچينو ترمخه دباجوړ په ډمه ډوله علاقه کې دپوليو کارکوونکي ماشومانو ته په څاڅکو اچولو مصروف وؤ چې په دغه وخت نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې اؤ په نتيجه کې يې دپوليو دډلې په حفاظت مامور يو دليويز عسکر ووژل شو،حمله کې دصحت کارکونکو ته کوم نقصان نۀ دى رسيدلى.

ددغه حملې نه پس په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي اؤ دشکمنو حمله کوونکو دنيولو لپاره يې دلټونې عمليات پيل کړي.

پاکستان ،افغانستان اؤ نائجيريا دنړۍ هاغه درې ملکونه دي ،چرته چې دپوليو معذورونکې ناروغي اوس هم موجوده ده.

په ټول ملک اؤ خصوصي توگه قبائيلي سيمو کې دروان تشدد له امله دپوليو دمخنيوي کوششونو ته هم زيان رسيدلى اؤ ديو راپور ترمخه دکال ٢٠١٢م ددسمبر دمياشتې راپديخوا ټول ملک کې دپوليو په کارکونکو شوؤ حملو کې ٥٨ دصحت کارکوونکي مړۀ شوي دي.

XS
SM
MD
LG