لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې بارانونو څلورنيم لکه خلک اغيزمن کړي ،٢٣١ مړۀ


د٢٣٠ؤ نه دزياتو خلکو دمړينې ترڅنگ په دغو سيلابونو کې درې زره دوه سوه اؤ ٨١ څاروي هم مړۀ شوي.

پاکستان کې دافتونو دمخنيوي دقومي ادارې( اين ډي ايم اى) ترجمان احمدکمال وائس اف امريکا سره يوه مرکه کې وئيلي دي چې دبارانونو اؤ سيلاب له امله تر دې مهاله څلور نيم لکه کسان اغيزمن شوي اؤ هم ددغه ادارې ترمخه ٢٣١ کسان مړۀ شوي هم دي.

هغه وئيلي دريائے چناب کې اوس مهال دلوړې درجې سيلاب دى اؤ زياته کړې يې ده چې په نزدې ماضي کې ددغه شان سيلاب کوم مثال نشته.

دنيشنل ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټي( اين ډي ايم اى) له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې دبارانونو اؤ سيلاب له امله تباهي خوره شوې اؤ تر دې مهاله ٢٣١ کسان مړۀ، ترټولو زيات خلک پنجاب کې مړۀ شوي چې شمير يې ١٥٦ دى،همدغه شان کشمير کې ٦٤ اؤ گلگت بلتسان کې دمړو کسانو شمير ١١ دى.

داين ډي ايم اى نه دجاري شوې شميرې ترمخه دسيلاب اؤ بارانونو په وجه تر دې وخته ٤٠١ کسان ژوبل شوي چې پکې د٢٧٨ ؤ تعلق پنجاب، د١٠٩ؤ تعلق دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير اؤ دپينځوؤ گلگت بلتسان سره دى.

د٢٣٠ؤ نه دزياتو خلکو دمړينې ترڅنگ په دغو سيلابونو کې درې زره دوه سوه اؤ ٨١ څاروي هم مړۀ شوي.

بل لوري ته وزيراعظم نوازشريف وفاقي وزيرانو چوهدري نثارعلي خان، خواجه سعدرفيق، احسن اقبال، اسحاق ډار ، عبدالقادر بلوچ اؤ زاهد حامد سره ليدنه کړې اؤ هغوي سره يې دسيلاب له امله په اوښتو زيانونو اؤ دخلکو دبحالۍ لپاره په بيلا بيلو لارو چارو غور کړى دى.

پاکستان کې دافتونو دمخنيوي دقومي ادارې( اين ډي ايم اى) ترجمان احمدکمال وائي چې تر دې مهاله دشميرې ترمخه پنجاب کې څلور لکه اؤ ديرش زره کسان اغيزمن شوي.

هغه په راتلونکي وخت کې دنهو نه تر ١١ؤ لکو پورې ابادۍ داغيزمن کيدو انديښنه څرگنده کړه.

هغه وويل پنجاب کې ٢٢ اؤ دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ١٠ ضلعې دسيلابي اوبو لاندې راغلي، کشمير کې هم ٣٠ زره کسان اغيزمن شوي.

دسيلاب نه اغيزمنو شوؤ علاقو نه په زرگونو خلک محفوظو علاقو ته منتقل کړل شوي دي.

وزيراعظم نوازشريف هم دپنجاب حافظ اباد ضلع کې دسيلاب نه داغيزمنو شوؤ سيمو دوره کړې اؤ وئيلي يې دي چې حکومت به داغيزمنو کورنو لپاره ټولې وسيلې استعمالوي.

نوازشريف وئيلي چې ترڅو چې دسيلاب له امله اغيزمن خلک خپلو کورونو ته نۀ وي تللي تر هغې به ورسره وي.

اسلام اباد کې دحکومت خلاف په احتجاج دبوخت گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان هم دسيلاب نه داغيزمنو سيمو دوره کړې ده.

په امدادي کارونو کې دبوختو عهديدارانو وينا ده چې دا وخت ټول پام جهنگ اؤ ملتان ضلعو ته اړول شوى.

دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف جهنگ کې خلکو ته وئيلي چې هغوي دې دانتظاميې دوينا ترمخه محفوظو ځائيونو ته منتقل شي.

بل لوري ته دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم دسيلاب نه داغيزمنو شوؤ سيمو دوره کړې په امدادي کارروائيو کې دبوختو پوځيانو دستائينې ترڅنگ يې خلکو ته باور ورکړى چې دسيلاب دمتاثرينو دمدد لپاره به ټول ممکنه گامونه اخستى شي..

سرچينې وائي دپوځ سرلښکر دگجرانوالې، منډي بهاؤ الدين اؤ قادر اباد هيډورکس دوره کړې اؤ دغلته ورته مقامي کمانډرانو دسيلاب نه داغيزمنو شوؤ خلکو دمدد لپاره دروانو هلو ځلو په اړه بريفنگ ورکړى.

XS
SM
MD
LG