لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : فضائي حملو کې د٣٥ؤ ترهه گرو دوژلو دعوه


دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان دته خيل سيمه کې دترهه گرو درې ځالې فضائي بريدونو کې په نخښه کړل شوي دي.

دشورو په ورځ دپاکستان پوځ وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې شوؤ فضائي حملو کې ٣٥ جنگيالي وژل شوي دي.

په ازادانه توگه ددغه پوځي دعوې پخلى سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله نۀ شي کيدى.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان دته خيل سيمه کې دترهه گرو درې ځالې فضائي بريدونو کې په نخښه کړل شوي دي.

دته خيل دترهه گرو مضبوطه ځاله گڼل کيږي اؤ دسيمې دپاکولو لپاره دپوځ له لوري عمليات روان دي، په تيرو وختونو کې دته خيل کې دډرون حملې هم شوي اؤ امکان دى چې دپاکستان پوځ به هم دغه سيمه کې نورې فضائي حملې کوي.

سږکال پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې پوځي عمليات ترسره کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو خبرې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري ومنله.

دشمالي وزيرستان ددغو عملياتو په نتيجه کې خواؤشا لسو لکو خلکو دسيمې نه کډې کړي اؤدخيبرپښتونخوا مختلفو سيمو ته منتقل شوي دي.

پوځ په دغو عملياتو کې د٩٠٠ؤ نه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کوي ، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري ځکه په ازادانه توگه دشمالي وزيرستان په جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG