لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : نښته کې ديو عسکر په گډون ٨ کسان وژل شوي


سيمې پورې دميډيا دورتگ دمحدودتيا له امله دپوځ له لوري دجاري شوؤ دغو معلوماتو په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.
سيمې پورې دميډيا دورتگ دمحدودتيا له امله دپوځ له لوري دجاري شوؤ دغو معلوماتو په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستان پوځ دنهې په ورځ وئيلي دي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ سره يوه نښته کې شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

دپوځ لپاره کارکوونکى يو اولسي وگړى اؤ يو پوځي هم په دغه نښته کې وژل شوي دي.

سيمې پورې دميډيا دورتگ دمحدودتيا له امله دپوځ له لوري دجاري شوؤ دغو معلوماتو په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري دجاري شوي بيان ترمخه دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دغه نښته نن دپاکولو دعملياتو په مهال ددته خيل سره نزدې سيمه کې رامينځته شوې چې پکې شپږ تندلاري وژل شوي دي.

دبيان ترمخه دغه نښته کې يو اولسي وگړى، چې دپوځ لپاره يې کار کولو اؤ يو عسکر هم تندلارو سره دنښتې په مهال وژل شو شوي دي.

دشمالي وزيرستان دته خيل علاقه دترهه گرو مرکز گڼل کيږي اؤ دغلته دپوځ له لوري دپاکولو عمليات دوام لري.

دپاکستان پوځ سږکال په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ خبرې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري قبوله کړه.

دپاکستان پوځ په دغو عملياتو د٩٠٠ؤ نه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کړې خو په ازادانه توگه ددغو پوځي ادعاوؤ پخلى نۀ دى شوى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG