لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائي سي سي په سعيد اجمل بنديز لگولى


٣٦ کلن بالر سعيد اجمل به دخپل بالنگ ايکشن دسمولو نه بغير نړيوال کرکټ نۀ شي لوبولى ، خو هغه دائي سي سي ددې فيصلې خلاف په ١٥ؤ ورځو کې دننه اپيل کولى شي.
٣٦ کلن بالر سعيد اجمل به دخپل بالنگ ايکشن دسمولو نه بغير نړيوال کرکټ نۀ شي لوبولى ، خو هغه دائي سي سي ددې فيصلې خلاف په ١٥ؤ ورځو کې دننه اپيل کولى شي.

انټرنيشنل کرکټ کونسل( ائي سي سي) دپاکستاني اسپنر سعيد اجمل دبالنگ ايکشن غيرقانوني گرځولى اؤ په هغه يې پابندي لگولې ده.

٣٦ کلن بالر سعيد اجمل به دخپل بالنگ ايکشن دسمولو نه بغير نړيوال کرکټ نۀ شي لوبولى ، خو هغه دائي سي سي ددې فيصلې خلاف په ١٥ؤ ورځو کې دننه اپيل کولى شي.

ائي سي سي نۀ يواځې دسعيد اجمل "دوسرا" بلکې دهغه اف سپنر هم غيرقانوني گرځول شوى اؤ په هغه يې پابندي لگولې ده.

دپاکستان اؤ سري لنکا ترمينځ گال کې دروان ټيسټ ميچ په مهال دسعيد اجمل په بالنگ ايکشن اعتراض شوى ؤ چې له دې رووستو داگست په اخري اوونۍ کې اسټريليا کې دهغه دبالنگ ايکشن جاج واخستل شو اؤ دتفصيلي جاج نه پس ائي سي سي دسعيد اجمل بالنگ ايکشن لانجمن گرځولى اؤ په هغه يې بنديز لگولى.

خو پاکستان کرکټ بورډ( پي سي بي) دائي سي سي ددغه فيصلې خلاف داپيل کولو پريکړه کړې ده.

سعيد اجمل په مجموعي توگه ٣٥ؤ ټيسټ ميچونو کې ١٧٨ وکټې پخپل نوم کړي ، ددې ترڅنگ هغه ديو ورځنو ميچونو هم دلمړي صف بالر دى.

دکرکټ دماهرانو وينا ده په داسې وخت کې چې راتلونکې مياشت کې دپاک اسټريليا کرکټ سيريز اغاز کيدونکى دى په سعيد اجمل دائي سي سي له لوري دغه بنديز دپاکستاني کرکټ ټيم لپاره ستره ضربه ده اؤ ددې په نتيجه کې به دپاکستان بالنگ اټيک تر سخت فشار لاندې راشي.

په سعيد اجمل ددغه بنديز دممکنه خطرې په تناظر کې پي سي بي دوړاندې نه دلاهور نيشنل کرکټ اکيډيمۍ کې څلور اسپنران دتربيت لپاره بللي ، چې پکې داف اسپنرانو عاطف مقبول اؤ عدنان رسول نومونه هم شامل دي.

٢٠٠٩ء کې هم دسعيد اجمل په بالنگ ايکشن پوښتنې راولاړې کړل شوې وې ، خو هاغه وخت سعيد اجمل کلئير گرځول شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG