لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : دبارانونونو په وجه دمړو شمير١١٠ؤ نه اوښتى


دميډيا راپورونو ترمخه دخيبرپښتونخوا مختلفو برخو کې هم دباران په وجه لږ ترلږه ٧ کسان مړۀ شوي دي.

پاکستان کې دوريدلو سختو بارانونو نه پس دملک مختلفو برخوپنجاب،خيبرپښتونخوا اؤ دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې دمړو شمير د110ؤ نه اوښتى.

دميډيا راپورونو ترمخه دخيبرپښتونخوا مختلفو برخو کې هم دباران په وجه لږ ترلږه ٧ کسان مړۀ شوي دي.

دقدرتي افتونو په مهال دمرستو کولو دقومي ادارې( اين ډي ايم اى) مشر ترمخه دزيارت دورځې نه دسختو بارانونو وريدو نتيجه کې رامينځته شوؤ مختلفو پيښو کې تر دې مهاله ١١٠ کسان مړۀ شوي اؤ د١٥٠ؤ نه زيات ژوبل شوي دي.

دخالي په ورځ دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ شوې يوه غونډه کې ددغه ادارې مشر سعيد عليم وويل چې دملک مختلفو برخو کې دبارانونو په وجه شپږ نيمه سوه کورونه تباه شوي دي.

هغه وويل په اغيزمنو سيمو کې امدادي کارروايۍ روانې دي اؤ دخلکو محفوظو ځائيونو ته درسول کيدو ترڅنگ په هغوي خيمې اؤ کمبلې هم ويشل کيږي.

داين ډي ايم اى ترمخه داوسنو بارانونو له امله زيات خلک په پنجاب کې مړۀ شوي ،چرته چې مختلفو ښارونو کې ٦١ کسان دکورونو دچتونو اؤ ديوالونو دراپريوتو ترڅنگ دباران په وجه رامينځته شوؤ پيښو کې مړۀ شوي دي.

دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې هم ٣٨ کسان مړۀ شوي اؤ شمالي علاقه گلگت بلتستان کې هم ١١ کسان مړۀ شوي دي.

دپنجاب مختلفو سيندونو اؤ دريابونو کې داوبو کچه تر خطرناکه حده لوړه ده چې له دې وروستو دسخت سيلاب خبردارى جاري کړل شوى.

دلاهور اؤ راولپينډۍ په گډون دپنجاب مختلفو ښارونو کې اوبۀ جمع شوي چې ورسره دژوند چارې په ټپه ولاړې دي اؤ په ځينو سيمو کې دبجلۍ نظام هم هم اغيزمن شوى دى.

اغيزمنو علاقو کې روانو امدادي هلو ځلو کې دپاکستان پوځ هم برخه اخلي اؤ دهيلي کاپټرو اؤ کشتو په ذريعه خلک محفوظو ځائيونو ته رسوي.

XS
SM
MD
LG