لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : سياسي جرگې وزيراعظم سره ليدلي


سرچينې وائي چې دپي ايم ايل(ن) قيادت اؤ سياسي جرگې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي سره په يو ممکنه تړون خبرې اترې کړي دي.

راپورونه وائي دجماعت اسلامي دمشر سراج الحق په مشرۍ کې داپوزيشن گوندونو سياسي جرگې اسلام اباد کې دوزيراعظم نوازشريف سره ليدنه کړې ده اؤ هغه سره دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک په غوښتنو بحث کړى دى.

په دغه جرگه کې رحمان ملک، لياقت بلوچ، کلثوم پروين اؤ جي جي جمال شامل دي.

نننۍ غونډه کې دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) وفاقي وزيران خواجه سعد رفيق، خواجه اصف اؤ نور هم موجود دي.

سرچينې وائي چې دپي ايم ايل(ن) قيادت اؤ سياسي جرگې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي سره په يو ممکنه تړون خبرې اترې کړي دي.

په دغه موقع سراج الحق حکومت ته دموجوده سياسي کړکيچ دهواري لپاره خپل تجويزونه هم وړاندې کړي دي.

دشورو په ورځ حکومتي کميټۍ دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک مشرانو سره ليدلي وؤ اؤ هغوي سره يې دموجوده سياسي کړکيچ دحل راوستو لپاره په مختلفو چارو خبرې اترې کړې وې.

په عين حال کې پاکستان عوامي تحريک، حکومت اؤ دسياسي جرگې مشرانو دستونزو دهواري لپاره دمذاکراتي عمل په دوامداره ساتلو اؤ دخبرو اترو وړاندې په بوتللو اتفاق کړى دى.

اسلام اباد کې دعوامي تحريک، سياسي جرگې اؤ حکومتي مشرانو ترمينځ يوه ليدنه شوې اؤ له دې وروستو ميډيا سره خبرو کې حکومتي مشر احسن اقبال وويل داپوزيشن گوندونو له لوري دجوړې کړل شوې جرگې مقصد دحکومت اؤ عوامي تحريک ترمينځ مذاکراتو کې پراتۀ خنډان لرې کول دي اؤ په ابتدائي خبرو کې په دې خبره اتفاق شوى چې دمذاکراتو عمل به جاري ساتل کيږي.

هغه وويل نننو خبرو کې په دې خبره هم اتفاق شوى چې ترڅو دمذاکراتو عمل مکمل شوى نۀ وي تر هغې دې په دې تبصره ونۀ شي ترڅو دغه تبصرې دمذاکراتو عمل اغيزمن نۀ کړل شي.

احسن اقبال وويل کوشش کوي چې دخبرو اترو په ذريعه يوې نتيجې ته ورسيږي اؤ قام ته زر زيرى واوروي اؤ دغه لړ کې به دخبرو اترو راتلونکى پړاؤ نن ماسخوتن اتۀ بجې کيږي خو اوس مهال يواځې دا وئيلى شي چې گلاس نيم ډک دى.

همدغه شان دعوامي تحريک صدر رحيق عباسي وويل له دې وړاندې هم دخبرو گڼ پړاؤنه شوي خو دبدبختۍ نه ډيډلاک برقراره دى خو هغوي هم دريځ لري چې مسئلې دخبرو اترو په ذريعه هوارول پکار دي.

هغه وويل خبرې مقصدي اؤ گټورې پکار دي اؤ زياته يې کړه چې په نننو خبرو کې په مذاکراتو جاري ساتلو اتفاق شوى.

XS
SM
MD
LG