لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : طوفاني بارانونو کې ٣١ کسان مړۀ شوي


 دملک مختلفو برخو کې دراښکې شوؤ بارانونو دتازه لړۍ نه پس پنجاب کې دپينځم نه تر ٧م ستمبر پورې ټولو سيندونو کې دلوړې درجې دسيلاب خبردارى هم جاري کړل شوى دى.
دملک مختلفو برخو کې دراښکې شوؤ بارانونو دتازه لړۍ نه پس پنجاب کې دپينځم نه تر ٧م ستمبر پورې ټولو سيندونو کې دلوړې درجې دسيلاب خبردارى هم جاري کړل شوى دى.

دپاکستان دپنجاب صوبې په مختلفو سيمو کې دطوفاني بارانونو له امله دکورونو دچتونو دراپريوتو اؤ نورو پيښو کې لږ ترلږه ٣١ کسان مړۀ شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دملک مختلفو برخو کې دراښکې شوؤ بارانونو دتازه لړۍ نه پس پنجاب کې دپينځم نه تر ٧م ستمبر پورې ټولو سيندونو کې دلوړې درجې دسيلاب خبردارى هم جاري کړل شوى دى.

سرچينې وائي لاهور کې دبارانونو له امله په مجموعي توگه ١٥ کسان مړۀ شوي اؤ سيالکوټ اؤ گجرانواله کې هم ٧ کسان مړۀ شوي دي.

دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دسختو بارانونو له امله مختلفو پيښو کې دمړو شوؤ کسانو دکورنو لپاره دپينځو،پينځوؤ لکو روپو اؤ ژوبل شوؤ کسانو لپاره ديو، يو لک روپو دامداد اعلان کړى دى.

راپورونه وائي چې دلاهور چاه ميرا سيمه کې ديو کور دچت پريوتو له امله ديوې کورنۍ ددوؤ ښځو اؤ يو ماشوم په گډون شپږ کسان مړۀ شوي دي.

هم دلاهور په مزنگ سيمه کې ديو کور دچت پريوتو پيښه کې څلور کسان دملبې لاندې گير شوي اؤ دجوهر ټاؤن دايل ډي اى پلازې سره نزدې ديوې کور دچت پريوتو له امله شپږ کسان دملبې لاندې گير شوي چې امدادي ډلو راويستي دي.

دلاهور په سبزه زار سيمه کې ديو دوکان دچت پريوتو پيښه کې يو تن مړ شوى اؤ يو ژوبل شوى، گارډن ټاؤن اؤ عثمانيه کالونۍ کې دبجلۍ دکرنټ لگيدو په نتيجه کې هم دوه کسان مړۀ شوي دي.

دلاهورمناوا سيمه کې دوه کسان مړۀ شوي اؤ ثمن اباد کې يوه ښځه مړۀ شوې،دلاهور په ډيفنس سيمه کې دباران له امله مختلفو پيښو کې درې کسان مړۀ شوي.

دسخت باران په وجه گلبرگ،سمن اباد، گلشن راوي، لکشمي چوک په گډون نورې گڼې علاقې په اوبو کې گيرې شوي.

امدادي ډلو دغه پيښه کې دمړو شوؤ کسانو مړي هسپتال ته رسولي دي.

ښار کې دسختو بارانونو وريدو له امله دبجلۍ اؤ گاډو دتگ راتگ نظام هم اغيز شوى دى، لاهور کې ١٥٥ ملي ميټره باران ريکارډ کړل شوى دى.

سيالکوټ کې هم سخت باران وريدلى اؤ ددغه ښار په گرين ټاؤن اؤ گودهـ پور سيمو کې دکورونو دچتونو راپريوتو پيښو کې څلور کسان مړۀ شوي اؤ درې ژوبل شوي دي، کامونکي سيمه کې هم په کسوکي سړک ديو کور دچت راپريوتو له امله ديوې پينځه کلنې ماشومې په گډون درې کسان مړۀ شوي اؤ ډسکه کې دکرنټ لگيدو په وجه يوه ١٦ کلنه جينۍ مړۀ شوې ده

همدغه شان دناروال په چندووال سيمه کې هم ديو کور دچت راپريوتو پيښه کې يوه ماشومه مړۀ شوې اؤ موروپلار يې ژوبل شوي دي.

دگجرانوالې ضلعې په کاموکي سيمه کې ديو کور دچت راپريوتو نتيجه کې درې کسان مړۀ شوي، فيصل اباد کې هم مختلفو پيښو کې درې کسان مړۀ شوي اؤ ١٦ ژوبل شوي دي.

دخانيوال تحصيل کبيرواله کې ديو کور دچت راغورځيدو پيښه کې دوه وروڼه مړۀ شوي اؤ دهغوي خور ژوبل شوې ده.

تيره مياشت دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې هم دسختو بارانونو په وجه دکورونو ديوالونه اؤ چتونه راپريوتي وؤ چې په نتيجه کې يې گڼ شمير خلک مړۀ شوي وؤ.

اخوا دپاکستان اؤ هندوستان ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير دويشونکې کرښې( لا ئن اف کنټرول) سره نزدې کيلر سيکټر سيمه کې دخاورې ديو کمر دخوئيدو پيښه کې دپاکستاني پوځ ديو افسر په گډون درې عسکر وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگې پخپل يو بيان کې دغه پيښه کې ددريوؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG