لاس رسیدونکی لینک

پارليمنټ ته په وينا کې شاه محمود قريشي دپي ټي ائي دگامونو دفاع کړې


په يوه موقع داپوزيشن مشر خورشيد شاه پخپله چوکۍ اودريدو اؤ دپارليمان غړو نه يې غوښتنه وکړه چې شاه محمود قريشي ته دې دخبرو اجازت ورکړي اؤ خاموشي دې خپله کړي.

دتحريک انصاف دچئيرمين عمران خان له لوري تيره ورځ داجازت ورکولو نه پس دپي ټي ائي مشر شاه محمود قريشي دشورو په ورځ دوزيراعظم نوازشريف له لوري دملک په موجوده کړکيچن صورتحال راغوښتل شوي دپارليمان گډې غونډې ته خطاب کړى اؤ دخپل گوند دگامونو ددفاع کولو په مهال يې وئيلي چې هغوي دپارليمنټ دتباه کولو نۀ بلکې بچ کولو لپاره احتجاج کوي.

ددې حقيقت باوجود چې دتحريک انصاف دقومي اسمبلۍ غړو تيره اوونۍ دعمران خان په وينا اسپيکر اياز صادق ته خپلې استعفا گانې وړاندې کړې وې ددغه گوند مشر شاه محمود قريشي اؤ نور غړي نن دپارليمنټ گډې غونډې کې دگډون لپاره ورغلي وؤ اؤ شاه محمود قريشي دخپل گوند دغوښتنو په حق کې يوه اوږده وينا کړې ده.

دشاه محمود قريشي ددغه وينا په مهال دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) اؤ ځينو مخالفو گوندونو دغړو له لوري وخت په وخت دقريشي خطاب کې دخلل اچولو لپاره نعرې وهل کيدې دکوم په جواب کې چې شاه محمود قريشي وويل " وينم چې چې دجمهوريت دفاع کوونکي بې صبره کيږي"

په يوه موقع داپوزيشن مشر خورشيد شاه پخپله چوکۍ اودريدو اؤ دپارليمان غړو نه يې غوښتنه وکړه چې شاه محمود قريشي ته دې دخبرو اجازت ورکړي اؤ خاموشي دې خپله کړي.

دخپل خطاب په وخت شاه محمود قريشي وويل چې هغوي دملک دائين ، پارليمنټ اؤ جمهوريت ملاتړ کوي اؤ وې وئيل چې " دا پارليمنټ زما سياسي کعبه ده" اؤ دعوامي تحريک پلويانو ته يې وئيلي وؤ چې ددې په لوري دې نۀ ورځي.

شاه محمود قريشي پخپل دغه خطاب کې زياتره وخت دخپل گوند دفاع وکړه اؤ دپي ټي ائي دمرور مشر جاويد هاشمي له لوري يې لگيدلي گڼ تورونه هم رد کړل اؤ وې وئيل چې پي ټي ائي به دداسې کومې لويې منصوبې برخه نۀ جوړيږي چې په نتيجه کې يې جمهوريت ته نقصان رسيږي.

همدغه شان هغه په واضحه ټکو کې دهاشمي له لوري لگول شوى دا تور هم رد کړو چې گنې دهغوي احتجاج دوړاندې نه ليکل شوى ؤ.

شاه محمود قريشي وروستو له هغې پارليمان ته دخطاب لپاره ورغلى چې تيره اوونۍ په شکمنه توگه دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي کارکوونکو په وزيراعظم هاؤس دقبضې کولو هڅه وکړه اؤ مظاهرين دپارليمنټ هاؤس احاطې ته ورداخل شول.

دپي ټي ائي مشر وويل هغوي په څلورو نکتو دمتفق کيدو وروستو په احتجاج راضي شوي اؤ دغه نکتې دي "زمونږ" کوشش به جمهوري، دا به دائين په په حدودو کې دننه وي، " زمونږ " تحريک به پرامنه وي اؤ که چرې کوم غيرائيني گام اخستل کيږي چې دهغه په قول ددې نه يې مطلب مارشل لاء ده نو ددې به مخالفت کولى شي.

شاه محمود قريشي په دغه موقع دائين لاندې دخلکو دپرامنه جمع کيدو حق ته هم اشاره وکړه اؤ وې وئيل چې پرامنه احتجاج دهغوي ائيني حق دى اؤ دعمران خان دا بيان يې تکرار کړو چې " احتجاجونو کې يوه گمله هم نۀ ده ماتې شوې" په کوم چې دواکمن گوند دغړو له لوري نعرې ووهل شوې.

په دغه موقع ددلچسپۍ منظر دا ؤ چې دپي ټي ائي دمشر شاه محمود قريشي دخطاب نه لږ ساعت مخکې وزيراعظم دپارليمنټ دشريکې غونډې نه لاړى اؤ دقريشي دخطاب دمکمليدو وروستو بيرته ايوان ته ورغلى. په دغه موقع ددلچسپۍ منظر دا ؤ چې دپي ټي ائي دمشر شاه محمود قريشي دخطاب نه لږ ساعت مخکې وزيراعظم دپارليمنټ دشريکې غونډې نه لاړى اؤ دقريشي دخطاب دمکمليدو وروستو بيرته ايوان ته ورغلى.

پخپل پاتې خطاب کې شاه محمود قريشي دخپل گوند لخوا کيدونکې غوښتنې چې پکې دتيرکال انتخاباتو کې دهاندلي تور، وزيراعظم نه استعفي، دماډل ټاؤن پيښه کې انصاف شامل دي اؤ ددې ترڅنگ هغه دموجوده سياسي کړکيچ لپاره دهواري غږ هم وکړو.

قريشي وويل چې هغوي به نن څلور بجې سياسي جرگې سره ملاقات کوي اؤ خبردارى يې ورکړو چې بايد دغه خبرې مثبتو نتيجو ته رسيدل پکار دي گنې څوک يې دخرابولو هڅه کولى شي.

دتحريک انصاف مشر وويل چې په څلور بجې به نن خپل نقطه نظر هم وړاندې کوي.

دشاه محمود قريشي دخطاب دختميدو وروستو دقومي اسمبلۍ سپيکر هغه خپل چيمبر ته وغوښتو اؤ دپي ټي ائي داسمبلۍ غړو دپارليمنټ نه دواک اؤټ کولو په مهال حکومت پلوه قانون سازانو نعرې وهلې چې " دوي به استعفا نۀ ورکوي"

XS
SM
MD
LG