لاس رسیدونکی لینک

داسلام اباد احتجاجونه دپاکستان خلاف بغاوت دى،نثار


چوهدري نثار وويل يوه ډله دجمهوريت اؤ اظهار دازادۍ نه په گټې اخستو سره ددې ايوان تر دروازې رارسيدلې اؤ په رياستي ادارو لښکرک ورخيژول شوي نو ځکه ددغه لښکر خلاف ټول قام اؤ پارليمنټ يو موټى دى.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دنهې په ورځ دپارليمنټ گډې غونډې ته پخپله وينا کې وئيلي دي چې حکومت مخالفه ډلې پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عامي تحريک دجمهوري احتجاجونو په نوم په قومي اسمبلۍ قبضه کول غواړي.

حکومت مخالفه ډلې پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دتيرو دريوؤ اوونو راهسې داسلام اباد په زياته حساسه سيمه (ريډزون) کې دحکومت خلاف احتجاج کوي اؤ وزيراعظم نواز شريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

نوازشريف دريځ لري چې هغه دهيواد دکروړونو اولس منتخب وزيراعظم دى اؤ دوزيراعظم دچوکۍ نو دهغه دلرې کولو لپاره په ائين کې طريقه کار درج دى اؤ څوک يې داحتجاجونو اؤ مظاهرو له لارې نۀ شي لرې کولى.

تحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې دمئ ٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې واکمن گوند پي ايم ايل(ن) دهاغه وخت دچيف جسټس افتخار چوهدري اؤ اليکشن کميشن سره په شريکه په لويه پيمانه دهاندلي کړې وه.

خو پخواني چيف جسټس اؤ اليکشن کميشن دهغه دغه تورونه رد کړي اؤ وزيراعظم نواز شريف تيره مياشت قومي ته په ټي وي اؤ ريډيو خپل خطاب کې انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ په دريوؤ ججانو دمشتمل عدالتي کميشن دجوړولو تجويز وړاندې کړى ؤ.

خو عمران خان دريځ لري چې په اقتدار کې دنوازشريف دپاتې کيدو سره ددهاندلۍ ازادانه تحقيقات نۀ شي کيدى ځکه هغه دې دشفافو تحقيقاتو باوري کولو لپاره ديوې مياشتې لپاره مستعفي شي.

چوهدري نثار وويل يوه ډله دجمهوريت اؤ اظهار دازادۍ نه په گټې اخستو سره ددې ايوان تر دروازې رارسيدلې اؤ په رياستي ادارو لښکرک ورخيژول شوي نو ځکه ددغه لښکر خلاف ټول قام اؤ پارليمنټ يو موټى دى.

قومي اسمبلۍ ته دخطاب په وخت چوهدري نثار هيله څرگنده کړه چې دغه وخت به تير شي ځکه چې دپارليمنټ سره ټول قام هم پلازمينه کې ددغو احتجاجونو خلاف دى.

هغه وويل اسلام اباد کې روان احتجاج نۀ دهرنا ده اؤ نۀ احتجاج اؤ نه هم دا يو سياسي عمل دى بلکې دا دپاکستان اؤ رياستي ادارو خلاف بغاوت دى.

داخله وزير تور ولگولو چې ددهرنې دبرخه والو سره وسله ده اؤ هغوي دپي ټي وي ٨ کيمرې ماتې کړي دي.

هغه وويل داسې اطلاعات يې لرل چې عمران خان اؤ طاهرالقادري په ځينو اهمو سرکاري ادارو حمله کول غواړي.

داخله وزير وويل په ريډزون کې موجود ددهرنې برخه وال هرغيرائيني گام پورته کوي.

وفاقي وزير پخپله دغه وينا کې دطاهرالقادري هاغه خطاب هم ولوستو چې پکې هغه وئيلي وؤ څوک چې بيرته راغى هغه به قتلولى شي .

هغه دطاهرالقادري دا بيان ولوستو چې " خلک دې دپارليمنټ نه بهر جمع اوسي ، نۀ دې څوک دننه راپريږدي اؤ نۀ دې څوک بهر راوتلو ته، څوک چې را اوځي دهغوي دمړو نه دې تيريږي"

چوهدري نثار وويل دانقلاب غږ پورته کوونکو تيره ورځ په يوه رياستي اداره حمله وکړه اؤ زياته يې کړه چې مظاهرينو دپي ټي وي ودانۍ ته دداخليدو نه پس دغلته دښځو سره بده رويه خپله کړه.

هغه دپوليسو لخوا دميډيا خلاف په شوې کارروايۍ بخښنه وغوښته اؤ وې وئيل چې ميډيا دجمهوريت روح دى " که ميډيا نۀ وىنو زمونږ غږونه به ددې ديوالونو نه بهر نۀ رسيدلى"

هغه وويل دا به نۀ وائي چې دجاويد هاشمي بيانونه سم دي که نه خو ددې خبرې شاهد دى اؤ ثبوت لري چې دپارليمنټ نه بهر ناستو مظاهرينو دپوځ نوم په غلطه توگه استعمال کړى.

هغه وويل دغه دواړه ډلې خپلو پلويانو ته وائي چې پوځ دهغوي سره دى لکه څنگه چې جاويد هاشمي وئيلي.

هغه دجاويد هاشمي له خُلې وويل چې دغو ډلو دعدليې نوم هم استعمال کړى اؤ وې وئيل چې دسياسي گټو لپاره دپوځ اؤ عدليې نومونه استعمالول غټه غلطي ده.

چوهدري نثار وويل چې ددغو خلکو نه تپوس کول پکار دي چې په داسې وخت کې ولې دپوځ پشان دمعززې ادارې سپکاوى کوي چې پوځ يو جنگ کوي.

هغه وويل دپوځ سرلښکر پوځ يوه غيرسياسي اداره گرځولې ده اؤ زياته يې کړه چې دپوځ ريښتوني ملگري اؤ خواخوږي هاغه نۀ دي چې دخپلو سياسي مقصدونو لپاره دپوځ نوم استعمالوي.

نثار په دغه موقع دپنجاب دوليسو، ايف سي، رينجرز اؤ دپاکستان پوځ ستائينه وکړه.

داخله وزير وويل هغوي دپي ټي وي دجومات نه لاؤډ سپيکرې لرې کړي اؤ پوښتنه يې وکړه چې ايا دا انقلاب دى؟ ، هغوي دپي ټي وي په کينټين حمله وکړه، هغوي انقلابيان نۀ بلکې مداخلت کوونکي دي.

نثار وويل مظاهرينو سره تمانچې، کټرې، سټکونه اؤ داسې چوکې موجودې دي چې ميخونه پرې ټک وهل شوي اؤ تور يې ولگولو چې په دغه اجتماع کې راټول شوي سړي ديو تندروه تنظيم سره تعلق لري.

هغه وويل پارليمنټ دې دا غلط فهمي لري کړي چې دا يو جمهوري عمل دى، دا يو جمهوري احتجاج نۀ دى، نۀ دهرنا اؤ نۀ سياسي اجتماع ده دا دپاکستان خلاف بغاوت دى.

غونډه کې وزيراعظم نوازشريف هم شريک دى.

هغه وويل کله چې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي غړو ددغو مارچونو لپاره اجازت وغوښتو نو هغوي ورته دتحفظاتو سره په نۀ زړه اجازت ورکړى ؤ.

پارلیمنټ ته د داخله وزیر چودهري نثار علي خان د وینا نور تفصیل اسلام آباد نه د ډیوه ریډیو خبریال پیر ولایت شاه رپورټ دلته اوریدی شۍ:

XS
SM
MD
LG