لاس رسیدونکی لینک

پارليمان وزيراعظم نوازشريف ته دخپل ملاتړ سينه ډبولې


غونډې ته پخپله وينا کې سينيټ کې داپوزيشن مشر اعتزاز احسن وويل چې دائين اؤ جمهوريت دسرلوړۍ لپاره ټول اپوزيشن گوندونه حکومت سره ولاړ دي.

په داسې حال کې چې دحکومت مخالفو گوندونو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک له لوري دپاکستان پلازمينې اسلام اباد کې احتجاج روان دى دنهې په ورځ دپاکستاني پارليمان ددواړو ايوانونو شريکه غونډه کې په موجوده کړکيچن سياسي صورتحال غور شوى.

په دغه موقع اپوزيشن گوندونو دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ته دائين، جمهوريت اؤ پارليمنټ دتحفظ اؤ سرلوړۍ لپاره هغه سره داودريدو ژمنه کړې ده.

غونډې ته پخپله وينا کې سينيټ کې داپوزيشن مشر اعتزاز احسن وويل چې دائين اؤ جمهوريت دسرلوړۍ لپاره ټول اپوزيشن گوندونه حکومت سره ولاړ دي.

اعتزاز احسن په وزيراعظم زور راوړو چې دخپلې عهدې نه داستعفي نۀ ورکولو په وعده دې کلک اودريږي ځکه چې څوک هم هغه په دغسې کولو مجبورولى نۀ شي.

اعتزاز احسن وويل چې په دهرنو کې دخلکو کم گډون په ډاگه کوي چې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي ازادي مارچ اؤ انقلاب مارچ خلکو رد کړي دي.

همدغه شان دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزئي په دغه موقع وويل دملک په تاريخ کې ددې خبرې مثال نشته چې ټول سياسي گوندونو دخپلو اختلافونو نه تير شوي اؤ دپارليمنټ اؤ ائين دتحفظ لپاره په يوه پاڼه دي اؤ زياته يې کړه چې دټولنې نورې برخې عدليه اؤ ميډيا هم ددغه مقصد ملاتړ کوي.

محمود خان اچکزئي وويل په پارليمنټ دمظاهرينو حمله دبغاوت اؤ ترهه گرۍ برابر ده اؤ امنيتي ځواکونو ته ددغو خلکو نه دعلاقې دپاکولو هدايات ورکول پکار دي.

دجمعيت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان پخپل خطاب کې وويل نوازشريف نه به استعفي نۀ اخستل کيږي اؤ نۀ به هغه په رخصتۍ ځي بلکې هغه به دپارليمنټ قيادت کوي.

فضل الرحمان وويل په هغوي فشار راوړل کيږي چې طاقت دې نۀ استعمالوي اؤ په ډاگه يې کړه چې اسلام اباد ددغو ټولگو نه پاکول دحکومت انتظامي ذمه واري ده.

فضل الرحمان دطاقت دنۀ استعمالولو په اړه دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې دپاکستاني پوځ دکورکمانډرانو غونډه کې په حکومت غږ شوى ؤ چې بايد معامله دې دخبرو اترو له لارې هواره کړل شي اؤ دطاقت داستعمال نه دې ډډه وکړل شي.

هغه وويل سياسي گوندونه دجمهوريت خلاف دسازشونو ناکامولو لپاره يو موټى دي.

فضل الرحمان په احتجاج دبوختو مشرانو غوښتنې بې جوازه وگرځولې اؤ وې وئيل چې دا ائيني اؤ جمهوري تقاضا ده چې نوازشريف دې دملک وزيراعظم وي اؤ هغه دې دپارليمنټ استازيتوب جاري وساتي.

هغه وويل چې دپارليمنټ اؤ پي ټي وي په هيډکوارټرز دشوؤ حملو په وجه دملک نوم بدنام شوى اؤ زياته يې کړه چې دتندروه عناصرو نه اسلام اباد پاکول دحکومت ائيني اؤ انتظامي ذمه واري ده.

فضل الرحمان وويل چې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي خلاف دې په رياستي ادارو دحملو وروستو د غدارۍ مقدمې درج کړل شي.

هغه وويل چې عمران خان اؤ طاهرالقادري دې داخلاقې جرائت مظاهره وکړي اؤ خپل سياسي مرگ دې قبول کړي.

دمتحده قومي موومنټ( ايم کيو ايم) خالد مقبول صديقي وويل چې دهغه گوند دجمهوري نظام په تسلسل يقين ساتي اؤ زياته يې کړه که چرې دنظام دمضبوطوالي لپاره دوړاندې نه گامونه اخستل شوى وى نو نن به څو زرو خلکو دجمهوري نظام دچيلنج کولو جرائت نۀ وى کړى.

په دغه موقع بحث کې دبرخې اخستو په مهال دپاکستان تحريک انصاف مرور مشر جاويد هاشمي وويل چې دملک مستقبل يواځې په پارليماني جمهوري نظام اؤ د١٩٧٣ء دائين په برقراره ساتلو کې دى.

هغه وويل چې دعام تن دمسئلو دهوارولو لپاره دې پارليمنټ نور مضبوط کړل شي.

عمران خان سره دخپل اختلاف په اړه په دغه موقع جاويد هاشمي وويل چې دپي ټي ائي مشر ورسره وعده کړې وه چې هغه به دائين، پارليمنټ اؤ جمهوريت خلاف نۀ ځي.

هغه وويل چې په عمران خان يې دا خبره هم واضحه کړې وه چې دټيکنوکريټ حکومت جوړول دسپريم کورټ په اختيار کې نۀ دي.

قومي اسمبلۍ کې دپي ټي ائي دغړو داستعفا گانو په حواله هغه وويل چې يو غړي هم دخپلې چوکۍ نه په خوشحالۍ استعفي نۀ ده ورکړې.

هغه وويل چې دعمران خان نۀ بلکې دپارليمنټ سره دې حساب وکړل شي ځکه چې دغه پارليمنټ دخلکو ستونزې هوارې نۀ کړل شوې.

جاويد هاشمي وويل عمران خان چې په شخصي توگه دهغه څومره عزت کړى چا يې هم دومره درناوى نۀ دى کړى.

دهغه وينا وه کله چې قومي اسمبلۍ نظرانداز کولى شي نو دحکومت راغورځولو غږونه خو به پورته کيږي اؤ په جذباتي انداز کې يې ايوان کې دموجود وزيراعظم نوازشريف نه وپوښتل چې په ١٤ؤ مياشتو کې هغه ولې سينيټ ته نۀ دى تللى.

جاويد هاشمي وويل چې اوس هم دپاکستان تحريک انصاف منتخب صدر دى اؤ زياته يې کړه جذباتي فيصلې يې کړي خو دچا خلاف يې خبره نۀ ده کړې.

جاويد هاشمي په دغه موقع داسمبلۍ دغړيتوب نه دمستعفي کيدو اعلان وکړو اؤ وې وئيل چې هغه داولس په لوري ورروان دى.

د حکومت مخالفو ډلو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک پلويان داسلام اباد په حساسه سيمه( ريډزون) کې موجود دي اؤ منيتي ځواکونه دوزيراعظم هاؤس په لوري دهغوي دورتگ دمخنيوي هڅې کوي، دمظاهرينو اؤ پوليسو ترمينځ په دمې ، دمې سره دنښتو لړۍ هم روانه ده.

بل لوري ته دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت وئيلي دي " که حکومت اپريشن کوي اؤ که ما په جيل کې اچوي ، خو زۀ به ددې ځايې نه تر هاغه وخته نۀ ځم ترڅو چې نوازشريف استعفي نۀ وي ورکړي "

يوه ورځ وړاندې وزيراعظم هاؤس کې دپارليمنټ دننه دموجودو سياسي گوندونو دمشرانو يوه غونډه وشوه چې پکې دجمهوري نظام دتسلسل، ملکي استحکام اؤ دائين دسرلوړۍ خلاف دکيدونکي کوم ممکنه کوشش دمخنيوي اراده څرگنده کړى شوه.

دحکومتي بيان ترمخه په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې هغه به نۀ خو استعفا ورکوي اؤ نۀ به هم په رخصتۍ ځي.

له دې وړاندې پاکستاني ميډيا داسې راپور ورکړى چې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وزيراعظم نوازشريف سره ديوې ليدنې په مهال هغه ته دمستعفي کيدو مشوره ورکړې وه، خو وروستو وزيراعظم ترجمان دغه خبر بې اساسه وگرځولو.

همدغه شان دپوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) په يو بيان کې دپوځ دسرلښکر له لوري وزيراعظم ته داستعفي ورکولو يا په رخصتۍ دتللو دمشورې ورکولو په اړه په شخصي ټيلي ويژن چينلو چليدونکي خبرونه بې اساسه گرځولي وؤ.

په پاکستان کې دې سازشي نظريې سرراپورته کړى چې گنې دموجوده سياسي کړکيچ پشا دپوځ لاس دى خو ائي ايس پي ار پخپل بيان کې دا هم وئيلي وؤ چې دموجوده سياسي کړکيچ پشا دپوځ يا استخباراتي ادارې ائي ايس پي ار هيڅ کردار نشته.

XS
SM
MD
LG