لاس رسیدونکی لینک

ددفاع وزيروايي مظاهرينو حمله کړې ده ، تربيه شوي وسله وال لري


خواجه اصف وويل طاهرالقادري ښځي اؤ ماشومان د دهالونو په توگه استعمالوي

دپاکستان حکومت وئيلي د عمران خان اؤ طاهرالقادري پلويانو په حکومتي ودانو حمله کړې ده اؤ حکومت به کله هم دوئ ته اجازه ورنکړي چې په وزيراعظم هاؤس يا پارلمان قبضه وکړي.

ميډيا سره خبرو کې د پاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي’ دا خلک زمونږ دصبر امتحان اخلي اؤ مونږ ورته يوه کرښه راښکلې چې بايد ددې کرښې څخه را وانۀ وړي ځکه چې د ريډزون څخه ورتيريدل به د رياست سره د ټکر په معني وي اؤ حکومت مجبور دى چې د رياستي ادارو ساتنه وکړي “

خواجه اصف وويل طاهرالقادري ښځي اؤ ماشومان د دهالونو په توگه استعمالوي اؤ دهغۀ په پلويانو کې تربيه شوي وسله وال شامل دي چې غواړي اړى گړى جوړ کړي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې د ددفاع وزير وويل مونږ خبرې په سياسي توگه کولى شو خو کوم خلک چې اسلام اباد يرغمال کوي اؤ وسلې ورسره دي دهاغو يرغمالوونکو سره خبرې نۀ شي کيدلى.

اسلام اباد کې د وزيراعظم هاؤس مخې ته احتجاج دپاره د پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک د ور روانو زرگونو پلويانو اؤ پوليسو ترمينځ نښتې پيل شوي چې مظاهرينو په پوليسو کاڼي اؤ پوليسو پرې د ربړ گولۍ اؤ اوښکې بهيونکي گيسونه ورولي چې له امله يې په سمدستي توگه د شپږو کسانو د ژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دا مهال د وزيراعظم هاؤس مخې ته سخت الغاؤ تلغاؤ جوړ دى اؤ مظاهرين په منډو ترړو دي.

بل لوري ته دپاکستان تحريک انصاف مشر وايي حکومت زياتى کړى اؤ په پرامنه مظاهرينو يې گولۍ ورولي چې پکې يوه ميرمنه مړه شوې ده.

عمران خان خپلو پلويانو ته په وينا کې وئيلي چې اوس به مونږ حکومت ته دهغوئ د زياتي ځواب ورکوؤ اؤ ټول هيواد کې به احتجاجي مظاهرې کولى شي

XS
SM
MD
LG