لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : تازه کارروايۍ کې د٣٢ ترهه گرو دوژلو دعوه


 دپوځ دوياند ترمخه دگن شپ هيلي کاپټرو نه دغه تازه کارروايۍ دشمالي وزيرستان بنگي دار سيمه کې شوې ده.
دپوځ دوياند ترمخه دگن شپ هيلي کاپټرو نه دغه تازه کارروايۍ دشمالي وزيرستان بنگي دار سيمه کې شوې ده.

دپاکستان پوځ دخالي په ورځ دعوه کړې ده چې شمالي وزيرستان کې دخالي په ورځ دگن شپ هيلي کاپټرو نه شوې گوله بارۍ کې ٣٢ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي درې ځالې تباه کړل شوي دي.

دپوځ دوياند ترمخه دگن شپ هيلي کاپټرو نه دغه تازه کارروايۍ دشمالي وزيرستان بنگي دار سيمه کې شوې ده.

دپوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) لخوا جاري شوي بيان ترمخه نن سحر نښته کې ٢٣ دبارودو نه ډک گاډي اؤ څلور دوسلو ذخيرې هم تباه کړل شوي دي.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو خلاف وروستو له هغې په لويه پيمانه عمليات پيل کړل چې يوه اوونۍ وړاندې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته،دغه حمله کې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

افغان اؤ امريکائي چارواکي تور لگوي چې ددغو عملياتو نه وړاندې دسيمې نه دحقاني نيټ ورک دجنگيالو په گډون تندلاري تښتيدلي،پاکستان هم مني چې کيدى شي په لويه کچه دپوځيانو دنقل وحرکت په وجه تندلاري دوړاندې نه خبر شوي وي اؤ تښتيدلي وي خو دريځ لري چې دتندلارو په نخښه کولو کې فرق نۀ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG