لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" دائي ايس پي ار بيان په حکومتي منظورۍ جاري شوى"


چوهدري نثار دعوه وکړه چې " دائي ايس پي ار دطرف نه جاري شوى بيان لمړى ماته راغلى ؤ" اؤ زياته يې کړه چې هغه دغه بيان وزيراعظم ته وښودو اؤ بيا يې هغه منظوري ورکړه.
چوهدري نثار دعوه وکړه چې " دائي ايس پي ار دطرف نه جاري شوى بيان لمړى ماته راغلى ؤ" اؤ زياته يې کړه چې هغه دغه بيان وزيراعظم ته وښودو اؤ بيا يې هغه منظوري ورکړه.

دپاکستان داخله وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي چې وزيراعظم نوازشريف دائي ايس پي ار دطرف نه دجاري شوي بيان منظوري ورکړې ده.

دحکومت له لوري دپوځ سرلښکر ته دڅه قسمه مينځگړي دکردار دادا کولو نه دانکار وروستو دپاکستان طاقتور پوځ دوزيراعظم نوازشريف اؤ پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف ترمينځ دملاقات په وخت دحکومت دطرف نه جنرل راحيل ته دملک موجوده کړکيچن سياسي صورتحال کې دسهولت کار دکردار دادا کولو پخلى کړى دى.

دپوځ دطرف نه ددغه بيان دجاري کيدو نه پس يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت داخله وزير چوهدري نثارعلي خان وويل چې دائي ايس پي ار بيان دحکومت په منظورۍ جاري شوى اؤ ددې لپاره صلاح مشوره شوې ده.

چوهدري نثار دعوه وکړه چې " دائي ايس پي ار دطرف نه جاري شوى بيان لمړى ماته راغلى ؤ" اؤ زياته يې کړه چې هغه دغه بيان وزيراعظم ته وښودو اؤ بيا يې هغه منظوري ورکړه.

وفاقي وزير وويل دائي ايس پي ار بيان دحکومتي دريځ تائيد کوي.

هغه وويل حکومت څوک ضامن اؤ مينځگړى نۀ دى جوړ کړى اؤ دوزيراعظم اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ په ملاقات غلط فهمۍ پيدا کړى شوې، وزيراعظم هاؤس کې شوې فيصلې ته بل بل شان معنې ورکړى شوې.

هغه تور ولگولو چې دهرنا ورکوونکي پوځ استعمالوي اؤ زياته يې کړه چې دپاکستان پوځ په مکمله توگه غيرسياسي دى، دپوځ په کردار ارادتاً غلط فهمې پيدا کړل شوې.

چوهدري نثار دا دعوه هم وکړه چې ددغه بيان جاري کولو نه مخکې پوځ دحکومت نه اجازت واخستو.

داخله وزير وويل دهرنا ورکوونکو نه چې حکومت کله وپوښتل چې په چا اعتبار کوئ نو هغوي وويل په پوځ باور کوي "چې په دې مونږ پوځ ته دسهولت کار اختيار ورکړو"

نن په قومي اسمبلۍ کې وزيراعظم نوازشريف پخپل بيان کې وئيلي وؤ " دڅه قسمه مينځگړتوب کردار نۀ پوځ غوښتى،نۀ مونږ اؤ دا بهر يې چې ټولگى راټول کړى اؤ ناست دي ټولو ته پته ده چې څومره رښتيا وائي اؤ څومره دروغ"

دپوځ دسرلښکر له لوري سياسي مشرانو سره په ليدنو وفاقي وزير وويل " زمونږ کوشش ؤ چې پوځ په امتحان کې وانۀ چول شي، پوځ چې کوم سهولت ورکوي دهغې حکومت اجازت ورکړى، حکومت پوځ ته دضامن جوړيدو وينا نۀ ده کړې، پوځ اؤ حکومت په يوه پاڼي دي، ائين دپوځ نه دمينځگړي دکردار ادا کولو اجازت نۀ ورکوي، دپوځ اؤ حکومت ترمينځ کوم اختلاف نشته"

هغه تور ولگولو چې په دهرنو کې ښځې اؤ ماشومان دډال په توگه استعمالولى شي"کفنونه اچول اؤ قبرونه کنستل په يوه مهذبه معاشره کې نۀ وي"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG