لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : دپوځ دمينځگړتيا په موضوع پارليمان کې تاؤدۀ بحثونه


 خو دجمعې په ورځ وزيراعظم نوازشريف پارليمان ته پخپله وينا کې سپينه کړه چې هغه هيڅکله پوځ ته دمينځگړتوب درخواست نۀ دى کړى.
خو دجمعې په ورځ وزيراعظم نوازشريف پارليمان ته پخپله وينا کې سپينه کړه چې هغه هيڅکله پوځ ته دمينځگړتوب درخواست نۀ دى کړى.

دجمعې په ورځ دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې بيلا بيلو سياسي گوندونو په حکومت غږ کړى چې دجمهوريت پسر دهيچا سره سازباز ونۀ کړي..

په قومي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه خپله وينا کې وئيلي ددې جمهوريت دپاره مونږ ډيرې قربانۍ ورکړي ، په کوړو مو وهل خوړلي اؤ حتي خپله مشر بې نظير بهټو مو دلاسه ورکړې ده،ځکه نو په يو حال کې هم دجمهوريت نه نۀ شو تيريدى.

خو وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دکورنو چارو وزير په پارليمان کې موجودو سياسي گوندونو ته باور ورکړى دى چې که لس ځله هم حکومت ځي لاړ دې شي خو هغوي به دائين اؤ جمهوريت په ضددسيسو ته غاړه کښينږدي.

په قومي اسمبلۍ کې دغه بحث وروستو له هغې شوى چې دزيارت په شپه دپاکستان پوځ اسلام اباد کې په احتجاج دبوختو دوؤ گوندونو پي ټي ائي اؤ پي اى ټي دحکومت سره روغې جوړې دپاره مينځگړتوب ته راوړاندې شو.

دميډيا راپورونو له مخې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ته وزيراعظم نوازشريف خواست کړى ؤ چې بايد حکومت يې دروان سياسي کړکيچ څخه وباسي.

ددغه خواست څخه وروستو دشپې ناوخته دتحريک انصاف مشر عمران خان اؤ طاهرالقادري دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنې کړې وې اؤ عمران خان وائي پوځي مشر ورته باور ورکړى چې هغه به دحکومت اؤ دهغوي ترمينځ دمعاملو په هواري کې ديو ضامن کردار ادا کوي.

خو دپاکستان بيلا بيلو سياسي گوندونو دحکومت لخوا پوځ ته دخواست کولو دعمل سخته غندنه کړې اؤ دا يې دپاکستان په پارليمان اؤ د٢٠ؤ کروړو عوامو په رايې پسې خندا گرځولې ده.

خو دجمعې په ورځ وزيراعظم نوازشريف پارليمان ته پخپله وينا کې سپينه کړه چې هغه هيڅکله پوځ ته دمينځگړتوب درخواست نۀ دى کړى.

نوموړي وويل خپل سياسي اصول اؤ نظريات لري اؤ په هيڅ قيمت به دخپلو دغو نظرياتو څخه تير نۀ شي.

هغه وويل اوس خو ورسره يو حکومت دى ، که داسې لس حکومتونه هم وي نو په اسانه به ترې تير شي ،خو په جمهوريت به سودابازي نۀ کوي.

په دغه موقع داپوزيشن مشر سيد خورشيد شاه وويل دائين ،پارليمنټ اؤ جمهوريت دسرلوړۍ لپاره به ټول سياسي گوندونه کلک اودريږي

خورشيد شاه وويل چاته هم دائين دخلاف ورزۍ اجازت نۀ شي ورکولى اؤ حکومت نۀ بلکې جمهوريت بچ کول غواړي.

خورشيد شاه وويل که څوک سپريم کورټ سوزوي اؤ که اسلام اباد، هغوي به چاته اجازت ورنۀ کړي چې ائين وسوزوي.

دهغه وينا وه که چا پوځ ته دمينځگړتوب درخواست کړى وي نو ائي ايس پي ار دې دا واضحه کړي.

هغه دنوازشريف په مخاطب کولو سره وويل " ميا صيب پرون ستا په سياست دداغ لگولو کوشش وشو"

همدغه شان دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزئ وويل دجمهوريت ددفاع جنگ يو فيصله ييز پړاؤ ته داخل شوى اؤ په دغه حقله به کوشش جاري ساتي،هغه تجويز وړاندې کړو چې ددغه معاملې دهواري لپاره دې دپارليمنټ شريکه غونډه راوبلل شي.

دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ کې دپاليسۍ دبيان ورکولو په وخت دکورنو چارو وزير وويل چې ټول سياسي اړخونه يو اړخ ته ؤ دوه ډلې بل اړخ ته دي اؤ داحتجاج دسياست په ذريعه دخپلې ايجنډې افذولو کوشش کوي.

وفاقي وزير وويل که چرې دسپريم کورټ عدالتي کميشن (انتخاباتو کې) ددهاندلۍ تورونه ثابت کړي نو حکومت به په يو منټ کې لاړ شي.

نثار وويل دائين اؤ قانون نه بغير دبحران دهوارولو بله لاره نشته.

دسياسي بحران هوارولو لپاره دپوځ دراوړاندې کيدو ددفاع په وخت داخله وزير وويل چې حکومت ته(دحکومت مخالفو گوندونو لخوا) وئيل شوي وؤ هغوي يواځې په پوځ باور کوي اؤ خبرې به هم يواځې دپوځ سره کوي.

حکومت مخالفو سياسي گوندونو سره په روان سياسي کړکيچ کې دحکومت لخوا پوځ ته دمينځگړي دکردار دادا کولو نه پس په حکومت دروان تنقيد په حقله چوهدري نثار دغه فيصله دکړکيچ نه دوتلو يواځينۍ لاره وگرځوله.

هغه وويل په احتجاج بوختې ډلې ديوې ادارې له لوري هم دتجويز کړل شوي هواري په منلو راضي نۀ وؤ ځکه حکومت دوروستۍ لارې په توگه دپوځ په قبلولو مجبور شو.

هغه وويل " دغه دواړه ډلې په عدليې باور نۀ کوي، هغوي په اسمبلۍ کې په اپوزيشن گوندونو باور نۀ کوي، هغوي په وکيلانو باور نۀ کوي ، که چرې هغوي (دپوځ نه بغير) په چا هم باور نۀ کوي نو حکومت سره کومه لاره پاتې کيږي؟ "

هغه وويل چې حکومت پوځ ته دمينځگړي په توگه دکردار ادا کولو اجازت ورکړى اؤ دغه فيصله دقانون مطابق ده.

هغه وويل " د١٩٧٠ نه تر دې ورځې پورې پوځ دبحرانونو په هواري کې يو کردار لوبولى، دمارشل لاء مثالونه هم شته، دکوم په حقله چې مونږ ټول متفق يو چې غيرائيني ده، خو ددې نه علاوه هغوي(پوځ) دتاؤژن سياسي صورتحال په حل کولو کې کردار ادا کړى"

په دې خبره دزور راوړلو په وخت چې پوځ دحکومت په طرف دى داخله وزير وويل " دا خبره واضحه کول غواړم چې مونږ دپوځي قيادت سره دسلامتۍ په چارو گڼې غونډې کړي ،هغوي(پي ټي ائي اؤ پي اى ټي) پوځ استعمالوي،هغوي دپوځ نوم استعمال کړى"

هغه وويل " دا دپي ټي ائي يا پي اى ټي پوځ نۀ دى،دا دپاکستان پوځ دى اؤ په شمالي وزيرستان کې داودريدو پځايې داد دلته(ريډزون) کې ولاړ دى، دغو گوندونو(پي ټي ائي اؤ پي اى ټي) هغوي دلته راوستي"

اسمبلۍ ته پخپل خطاب کې وزيراعظم نوازشريف هم ددې خبرې پخلى وکړو چې طاهرالقادري اؤ عمران خان دواړو دپوځ دمداخلت وينا کړې وه،وزيراعظم وويل چې دغو گوندونو ته يې دپوځ سرلښکر سره دليدلو اجازت ورکړى.

قومي اسمبلۍ ته پخپل خطاب کې وزيراعظم ميا نوازشريف وويل " په دې سخت وخت کې څوک توقع نۀ شي کولى چې زۀ به پشا شم"

نوازشريف وويل دجمهوريت لپاره هر وخت کوشش کوي اؤ دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظيربهټو سره يې په شريکه وعده کړې وه چې پاکستان کې به دجمهوريت اؤ ائين دبحالۍ لپاره په گډه کار کوي.

چوهدري نثاردعوه وکړه چې ټولو سياسي قوتونو، عدليې اؤ ميډيا دمئ ٢٠١٣م په انتخاباتو داعتماد څرگندونه کړې اؤ دغه يې ازادانه اؤ شفاف انتخابات گرځولي.

هغه وويل حکومت مظاهرينو ته په جمهوري توگه دخپل احتجاج دريکارډ کولو اجازت ورکړو خو کله چې هغوي خپلو حدونو په حواله خبر کړى شول نو دغو مظاهرينو په زوره دخپلو غوښتنو پوره کولو لپاره غيرقانوني لارې خپلې کړې.

چوهدري نثار وويل دخپلو غوښتنو پوره کولو لپاره دغه خلک ښځې اؤ ماشومان دډال په توگه استعمالوي.

داخله وزير وويل پاکستان ديو سخت وخت نه تيريږي ځکه چې دنظام بدلولو لپاره غيرائيني غوښتنې کيږي.

نثار وويل چې دماډل ټاؤن پيښه دحکومت خلاف ديوې وسلې په توگه استعمال کړى شوه اؤ زياته يې کړه چې دپاکستان عوامي تحريک زياتره غوښتنې غيرائيني دي.

نثار وويل موجوده وخت دپاکستان په تاريخ کې تر ټولو نازک وگرځولو اؤ وې وئيل چې حکومت ته دمدني ټولنې اؤ ټولو سياسي گوندونو ملاتړ ترلاسه دى.

دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري په احتجاج بوختو خپلو پلويانو ته په وينا کې دوزيراعظم دا دعوه رد کړې ده چې گنې هغه پوځ ته دمينځگړتوب خواست نۀ دى کړى.

طاهرالقادري وويل وزيراعظم اؤ داخله وزير ايوان ته دروغ وئيلي دي اؤ اوس دوي په اقتدار کې دپاتې کيدو هيڅ حق نۀ لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG