لاس رسیدونکی لینک

کوئټه کې ددوؤ صحافيانو په گډون درې کسان وژل شوي


دغه حمله دکوئټې په جناح روډ دکبيربلډنگ سره نزدې شوې ده،چرته چې داخبارونو اؤ رسالو په گڼ شمير کې دفترې موجودې دي.

دپاکستان دبلوچستان صوبې سرښار کوئټۀ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو ددوؤ صحافيانو په گډون درې کسان وژل شوي دي.

دغه حمله دکوئټې په جناح روډ دکبيربلډنگ سره نزدې شوې ده،چرته چې داخبارونو اؤ رسالو په گڼ شمير کې دفترې موجودې دي.

نامعلوم وسله وال دخبري ادارې ان لا ئن دفتر ته ورننوتلي اؤ په ډزو سره يې دايجنسۍ بيورو چيف ارشاد مستوئي، دمستوئي رپورټر غلام رسول اؤ اکاؤنټنټ محمد يونس هم وسله والو وژلي دي.

دکوئټې سي سي پي او رزاق چيمه ترمخه ټول کسان په گڼو ډزو ويشتل شوي.

سيمه کې دسختو امنيتي تدابيرو باوجود وسله وال دسيمې نه په تيښته کې بريالي شوي دي.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس اؤ دايف سي ځواکونه رسيدلي اؤ دپيښې تحقيقات يې شروع کړي دي.

مستوئي دان لا ئن دبيورو چيف ترڅنگ داى ار وائي داسسټنټ ايډيټر ذمه واري هم ترسره کوله.

دوژل شوؤ صحافيانو مړي دکوئټې سول هسپتال ته رسولشوي، دپيښې وروستو هسپتال ته په لويې شمير کې صحافيان رسيدلي اؤ دهغوي دوژلو خلاف يې نعرې وهلي دي.

دبلوچستان يونين اف جرنلسټس ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده،ددغه اتحاديې صدر عرفان سعيد په دغه پيښه ددريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى.

XS
SM
MD
LG