لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهلت کې پراختيا : قادري حکومت ته دوه شرطونه وړاندې کړل


طاهرالقادري وئيلي حکومتي ډله واکمنه نۀ وه اؤ اوس دوزيراعظم نه دغوڅې منظورۍ لپاره ستنه شوې ده.
طاهرالقادري وئيلي حکومتي ډله واکمنه نۀ وه اؤ اوس دوزيراعظم نه دغوڅې منظورۍ لپاره ستنه شوې ده.

دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري وئيلي دي حکومت ته يې دوه شرطونه وړاندې کړي اؤ په دغو دواړو شرطونو دفوري عمل درامد سره به خپل مهلت تر څو گينټو پورې وغځوي.

طاهرالقادري وئيلي حکومتي ډله واکمنه نۀ وه اؤ اوس دوزيراعظم نه دغوڅې منظورۍ لپاره ستنه شوې ده.

تيره ورځ طاهرالقادري په حکومت غږ کړى ؤ چې په دوؤ شواروزو کې دې اسمبلۍ ماتي کړي گنې له هغې وروستو چې څه راپيښيږي ذمه واري به يې دهغه پسر نۀ وي.

اسلام اباد کې دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ وفاقي وزير زاهد حامد ډاکټر طاهرالقادري سره ديوې گينټې مذاکرات کړي چې له دې وروستو هغوي وزيراعظم هاؤس ته روان شوي دي.

اسلام اباد کې دحکومتي هيئت دستنيدو وروستو خپلو کارکوونکو ته دخطاب په وخت طاهرالقادري وويل په حکومتي هيئت يې واضحه کړې چې مهلت کې پراختيا نۀ شي راوستل کيدى اؤ که چرې دوه شرطونه پوره کړل شي نو بيا ډيډ لا ئن کې دڅو گينټو لپاره پراختيا کيدى شي.

طاهرالقادري وويل چې دهرنا اؤ مارچ به دټولو شرطونو پورې کيدو نه بغير نۀ ستنيږي، دوه گينټې پس به حکومتي هيئت بيرته راځي چي له دې وروستو به " مونږ" خپله غوڅه تگلاره بيانوؤ.

هغه وويل دا دحکومت اخري هيئت دى چې ورسره مذاکرات وشول ترڅو بيا دا نۀ وئيل شي چې ورسره مذاکرات ونۀ شول،قادري وويل دغوڅې خبرې وروستو به داعلان لپاره بيا راځي.

قادري وويل حکومتي هيئت ته دهغه ددريځ اؤ غوښتنو اندازه نۀ وه اؤ گڼله يې چې گنې يواځې خير اؤ شفقت به وي اؤ دبخښنې نه به کار واخستل شي خو دهغه په قول هغوي ته دظلم دبدلې اندازه نۀ وه.

دپى اى ټي مشر وويل حکومتي هيئت ته يې دلسو شرطونو نه ددوؤ په فوري توگه دپوره کولو وينا کړې اؤ ددغو شرطونو په پوره کيدو مهلت کې تر څو گينټو پراختيا راوستل کيدى شي.

قادري وويل حکومتي هيئت ته يې نهه نيمې بجې وخت ورکړى چې له دې وروستو به معاملو ته دغوڅ شکل ورکولو نه پس اعلان کوي.

قادري خپل دغه دوه شرطونه نۀ دي په ډاگه کړي خو وې وئيل چې دغه شرطونه به اولس ته هاغه وخت په ډاگه کوي کله چې ددې په سرکاري توگه اعلان وشي.

قادري دعوه وکړه چې هغه دائين، قانون، جمهوريت اؤ انسانيت خبره کوي اؤ دکوم مقصد لپاره چې اسلام اباد ته ورټول شوي دهغې دپوره کيدو نه بغير به نۀ ځي.

قادري وويل " که چرې حکومتي هيئت دمذاکراتو لپاره را نۀ غى نو دخپل اخري خطاب مسوده تيارؤم کوم چې به دپاکستان په گډون دټول انسانيت اؤ اسلامي نړۍ لپاره وي"

هغه وويل خلک دې په کورونو کې نۀ کښيني اؤ زياته يې کړه چې طاقت اؤ فيصلې اولس ته منتقل کيدونکې دي.

دهغه وينا وه چې حکمرانان دخپل ظلم اؤ جبر په وجه تر زياته وخته نۀ شي پاتې کيدى اؤ زياته يې کړه چې " اوس دا ديوالونه راغورځيدونکي دي"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG