لاس رسیدونکی لینک

دعبدالله دبائيکاټ په وجه دافغان ټولټاکنو کړکيچ ژور شوى


ډاکټر عبدالله عبدالله درائيو څارنې لپاره خپلواک انتخاباتي کميشن ته دخپلو مبصرينو دليږلو نه انکار کړى.

افغان صدارتي اميدوار ډاکټر عبدالله عبډالله دملگرو ملتونو تر څارنې لاندې درائيو دڅار دعمل نه بائيکاټ کړى اؤ ددوهم صدارتي کانديد اشرف غني احمدزئي ډلې دشورو په ورځ د ووټ دڅار ذمه واري ملگرو ملتونو ته دمنتقلولو اعلان کړى دى.

ډاکټر عبدالله عبدالله درائيو څارنې لپاره خپلواک انتخاباتي کميشن ته دخپلو مبصرينو دليږلو نه انکار کړى.

يوه ورځ وړاندې ډاکټر عبدالله خبردارى ورکړى ؤ که چرې دهغه تکنيکي غوښتنې پوره نۀ کړل شي نو هغه به دووټ دڅارنې دروان عمل نه بائيکاټ کوي، دهغه دپلويانو نه يو تور لگولى چې دهغوي نظر ته اهميت نۀ ورکول کيږي.

داشرف غني احمدزئي ټاکنيزه ډله وايي چې دملگرو ملتونو دغوښتنې سره سم يې خپل استازي له دغه عمل نه ويستلي اؤ ټوله ذمه واري ملگرو ملتوتونو ته سپارلې ده.

دعبدالله اؤ دهغه دمخالف صدارتي کانديد اشرف غني ترمينځ درائيو دڅارنې پسر اختلافونو افغانستان کې په داسې حال کې دنسلي تشدد پيدا کيدو خطره راولاړه کړې چې دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونه دسږکال په اخره کې افغانستان نه دوتلو تيارۍ کوي.

دعبدالله دکمپائن يو وياند فضل اقا حسين اى ايف پي ته وئيلي دي چې " مونږ به ننني عمل کې برخه نۀ اخلو اؤ کيدى مونږ په دغه عمل کې هډو بيا برخه وانۀ خلو"

هغه وويل " ملگرو ملتونو سره خبرې روانې دي، که چرې اتفاق ته ورسيدلې نو مونږ بيا بيا راشو ، گنې دا به يې خاتمې وي"

خو بلخوا داشرف غني دډلې يو غړي عليم فدائي خبريالانو ته وئيلي دي چې " زما په خيال هغوي اوس پوهيږي چې اليکشن يې بائيللى اؤ دخپلې ماتې پټولو لپاره هغوي بهانې کوي"

هغه وويل " مونږ په طريقه کار دوړاندې نه اتفاق کړى، کوم بدلونونه به دقانون اؤ دموافقو خلاف وي"

ملگري ملتونه اؤ افغان اليکشن کميشن وائي چې درائيو دڅار لړۍ به دعبدالله دمبصرينو په موجودگۍ يا غيرموجودگۍ دواړو صورتونو کې جاري وي.

دملگرو ملتونو ترمخه دغه دهغوي په تاريخ کې تر ټولو ستړې کوونکې دانتخاباتو دنظرثانۍ عمل دى، دافغان اؤ نړيوالو چارواکو ترمخه د٢٣ؤ زرو نه دشپږو زرو صندوقونو څار ته اوس هم ضرورت دى.

XS
SM
MD
LG