لاس رسیدونکی لینک

دنوازشريف اؤ شهباز شريف خلاف دمقدمې درج کولو فيصله برقراره


په ١٧م جون دلاهور ماډل ټاؤن سيمه کې دپوليسو لخوا شوؤ ډزو کې دطاهرالقادري دپاکستان عوامي تحريک ١١ کارکوونکي وژل شوي وؤ اؤ د١٠٠ؤ نه زيات ژوبل شوي وؤ.

ديو سيشن کورټ دفيصلې په برقراره ساتلو سره دلاهور هائيکورټ دنهې په ورځ پوليسو ته حکم کړى دى چې دلاهور ماډل ټاؤن سيمه کې په رامينځته شوي تشدد دې دوزيراعظم نوازشريف اؤ پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف په گډون دې دواکمن گوند پي ايم ايل(ن) داعلي قيادت خلاف يو ايف ائي ار درج کړي

په ١٧م جون دلاهور ماډل ټاؤن سيمه کې دپوليسو لخوا شوؤ ډزو کې دطاهرالقادري دپاکستان عوامي تحريک ١١ کارکوونکي وژل شوي وؤ اؤ د١٠٠ؤ نه زيات ژوبل شوي وؤ.

دپي اى ټي کارکوونکو پوليسو ته درخواست کړى ؤ چې ددغه پيښې په حواله دې په مجموعي توگه د٢١ؤ کسانو خلاف ايف ائي ار درج کړي چې پکې وزيراعظم نوازشريف، دپنجاب وزيراعلي شهبازشريف، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان، دپنجاب پخوانى دقانون وزير رانا ثناء الله، دريلوى وفاقي وزير خواجه سعد رفيق اؤ نور دپي ايم ايل(ن) مشران شامل دي.

يو ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج پوليسو ته حکم کړى ؤ چې دپي اى ټي په درخواست دې ايف ائي ار درج کړي ، خو دغه عدالتي حکم دلاهورهائيکورټ کې دپي ايم ايل(ن) څلورو وزيرانو خواجه اصف، پرويز رشيد، سعد رفيق اؤ عابد شيرعلي چيلنج کړى ؤ.

ددغه کيس اوريدنه دلاهور هائيکورټ جسټس محمود مقبول باجوه کړې ده،هغه دشريکو تحقيقاتو ډلې( جى ائي ټي) ته هم هدايت کړى چې دفيصلې دجاري کيدو نه وړاندې دې خپل راپور عدالت ته وړاندې کړي.

ديو مختصر حکم سره هائيکورټ دښکتنۍ محکمې فيصله پځايې ساتلې اؤ دايف ائي ار دنۀ درج کولو په حواله يې دوفاقي وزيرانو درخواست رد کړى دى.

XS
SM
MD
LG