لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي : نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي


دسرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دجمرودتحصيل په غنډۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې څلور جنگيالي وژل شوي دي اؤ دهغوي نور ملگري په تيښته کې بريالي شوي دي.

سرچينې وائي دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دنهې په ورځ دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته کې څلور تندلاري وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دجمرودتحصيل په غنډۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې څلور جنگيالي وژل شوي دي اؤ دهغوي نور ملگري په تيښته کې بريالي شوي دي.

دنښتې وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې کرفيو لگولې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.

هم جمرود تحصيل کې تيره ورځ افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته په تيلو وړونکو ټينکرو حمله شوې وه چې پکې دوه کسان وژل شوي وؤ.

دخيبرايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتې شوي اؤ په تيرو وختونو کې دغلته امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په لويه پيمانه پوځي عمليات هم ترسره کړي، ددې ترڅنگ لرې پرتې سيمې تيراه کې وخت په وخت دجيټ الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو نه دترهه گرو دځالو دپه نخښه کولو دعوې هم کيږي.

باور کيږي خيبرايجنسۍ کې په گڼ شمير کې دالقاعده سره تړلي پاکستاني طالبان اؤ مقامي تندلاري فعاله دي اؤ ددغو ډلو ترمينځ وخت په وخت نښتې هم کيږي چې پکې تر دې مهاله په لسگونو جنگيالي وژل شوي دي.

بل لوري ته پوليس وائي چې دخيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې سحر مهال وسله والو کسانو په موټرسائيکل سوارۀ درې کسان وژلي دي اؤ پوليس دعوه کوي چې دغه دريواړه وژل شوي کسان ورته دترهه گرۍ په گډون په مختلفو پيښو کې مطلوب وؤ.

XS
SM
MD
LG