لاس رسیدونکی لینک

اورکزو ايجنسۍ :دامن لښکر اؤ طالبانو ترمينځ نښته کې پينځه جنگيالي وژل شوي


دچارواکو وينا ده چې داسلم فاروقي په مشرۍ دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دجنگيالو اؤ امن لښکر درضا کارو ترمينځ دجمعې دشپې نه دکوزې اورکزو ايجنسۍ په دانا خوله سيمه کې نښته روانه ده.

چارواکي وائي دپاکستان دخيبرايجنسۍ دپولې سره نزدې قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دخالي په ورځ ديو امن لښکر اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ شوې نښته کې لږ ترلږه پينځه تندلاري وژل شوي دي.

دچارواکو وينا ده چې داسلم فاروقي په مشرۍ دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دجنگيالو اؤ امن لښکر درضا کارو ترمينځ دجمعې دشپې نه دکوزې اورکزو ايجنسۍ په دانا خوله سيمه کې نښته روانه ده.

دسرچينو وينا ده چې په دغو نښتو کې پينځه جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي اؤ دواړه خواوې ديو بل خلاف درنې وسلې استعمالوي.

پوليټيکل تحصيلدار شيرمحمد نښتو کې دپينځوؤ تندلارو دوژل کيدو اؤ دريوؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.

دميډيا راپورونو کې دخيبرايجنسۍ دقبائيلو په حواله وئيل شوي چې داورکزو ايجنسۍ دسرحد سره نزدې شوؤ دغو نښتو کې ددواړو خواؤ نه ١٠ کسان وژل شوي خو په سرکاري توگه ددغه شميرې پخلى نۀ دى شوى.

په ټولو قبائيلي سيمو کې دامن لښکرو اؤ تندلارو ترمينځ وخت په وخت دغه شان نښتې کيږي چې پکې دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله اوړي.

راپورونه وائي چې دپاکستان دپوځ لخوا په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو په نتيجه کې ددغه قبائيلي سيمې نه په گڼ شمير کې جنگيالي دخيبرايجنسۍ تيراه علاقې ته تښتيدلي اؤ دغلته ځانونه منظم کوي، تيراه خيبر،اورکزو اؤ کرمه ايجنسي پخپلو کې پيوست کوي.

بل لوري ته راپورونه وائي د خيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې تندروه ډلې لشکراسلام دجمعې په ورځ دجاسوسۍ په تور يو تن وژلى.

راپورونه وائي دنيک محمد په نوم يو تن څو وځې وړاندې په سپين درند سيمه کې نيول شوى ؤ اؤ لشکراسلام پرې دځان خلاف دجاسوسۍ تور لگولى ؤ، دجاسوسۍ دتور لگولو نه پس دغه تن په يو ميدان کې خلکو ته ښودل شوى اؤ څو گينټې وروستو په ډزو دوژل کيدو نه وروستو بيا خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى.

ددې ترڅنگ راپورونه وائي چې دخيبرپه جمرود سيمه کې هم خاصه دارو ځواکونو دسليم خان په نوم ديو تن مړى ترلاسه کړى دى.

XS
SM
MD
LG