لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان : عملياتو کې د١٢ؤ جنگيالو دوژلو دعوه


سرچينې وائي چې دتربت په دشت سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ سختې نښتې شوي دي.

دجمعې په ورځ امنيتي ځواکونو دعوه کړې چې دبلوچستان په تربت سيمه کې يې کې ١٢ جنگيالي وژلي دي.

سرچينې وائي چې دتربت په دشت سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ سختې نښتې شوي دي.

دفرنټئير کور يو وياند خان وصى ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو په دشت سيمه کې دتندلارو خلاف اپريشن شروع کړى ؤ چې پکې ١٢ وسله وال وژل شوي دي اؤ زياته يې کړه چې دواړو خواؤ ديو بل خلاف درنې وسلې استعمال کړي دي.

امنيتي ځواکونو په دغه مهال په دروند مقدار کې دوسلو اؤ بارودي موادو لاسته دراوړو اؤ په فوري کارروايۍ کولو سره مقامي ابادي دترهه گرو نه دمحفوظولو دعوه کړې ده.

په ازادانه توگه دغه پيښه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى، دشت سيمې ته دايف سي نور عسکر هم غوښتل شوي اؤ سيمه دامنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

سيمه کې په تيرو وختونو کې هم بلوڅ بيلتون خوښو په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي تنصيباتو حملې کړي.

XS
SM
MD
LG