لاس رسیدونکی لینک

اصف زرداري دنوازشريف دميلمستيا بلنه قبول کړې


وزيراعظم اصف علي زرداري ته ټيليفون کړى اؤ هغه ته يې دخالي په ورځ رائيونډ کې دغرمۍ دميلمستيا بلنه ورکړې کومه چې پخواني صدر قبوله کړې ده.

په داسې حال کې چې ملک کې دسياسي کړکيچ دهواري هيڅ نخښې په نظر نۀ راځي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف پخواني صدر اؤ دپيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري سره رابطه کړې ده.

وزيراعظم اصف علي زرداري ته ټيليفون کړى اؤ هغه ته يې دخالي په ورځ رائيونډ کې دغرمۍ دميلمستيا بلنه ورکړې کومه چې پخواني صدر قبوله کړې ده.

دپاکستان مسلم ليګ(ن) اؤ پيپلز پارټۍ سينئر مشران به هم په دغه بلنه وزيراعظم هاؤس ته ورځي اؤ امکان دى چې هغوي به دملک په موجوده سياسي بحران هم خبرې اترې وکړي.

دغه غونډه به دلاهور په رائيونډ کې ترسره کيږي چې پکې به پخوانى صدر زرداري دګډون لپاره سبا دکراچۍ نه راروانيږي.

دواړه مشران به په داسې حال کې دغه مهمه ليدنه کوي چې دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک احتجاجونه اسلام اباد کې پرله پسې په ٨مه ورځ هم روان دي اؤ دغه مظاهرين نوازشريف ته دمستعفي کيدو اؤ داسمبلو دماتولو غوښتنې کوي.

راپورونه وائي چې په بلاول هاؤس کې ليدنې روانې وې اؤ دغلته زرداري دزيارت په ورځ رسيدلى اؤ دنوازشريف له لوري صدر زرداري ته دغرمې دميلمستيا ورکولو دغه خبرونه وروستو له هغې مخې ته راغلي چې دپي پي پي شريک چئيرمين په قومي اسمبلۍ کې داپوزيشن مشر سيد خورشيد شاه سره وليدل.

له دې وړاندې دزيارت په ورځ خورشيد شاه وئيلي وؤ چې دهغه دپي ټي ائي دغوښتنو ملاتړ ته تيار دى ، چې پکې دوزيراعظم استعفي هم شامله ده خو ددغو غوښتنو په تسلسل کې دبدلون سره.

عمران خان وائي چې حکومت سره دمذاکراتو کولو لپاره دهغه لمړنى شرط دوزيراعظم استعفي ده.

خو دپي پي پي مشر خورشيد شاه وئيلي وؤ چې په بل صورت کې به هغه اؤ نور پارليماني ګوندونه دپي ايم ايل(ن) دحکومت دلرې کولو دغږ سخت مزاحمت کوي.

دپي ټي ائي په نورو غوښتنو کې بيا انتخابات، انتخابي اصلاحات، بې پلوه نګران حکومت،داليکشن کمشيشن دټولو غړو استعفي اؤ هغوي ته دائين دارټيکل شپږم لاندې سزاګانې ورکول شامل دي.

XS
SM
MD
LG