لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سينيټ کې دپارليمنټ دسرلوړۍ قرارداد منظور


 دپاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر سعيد غني دجمعې په ورځ سينيټ کې دغه قرارداد وړاندې کړى چې ټولو غړو يې ملاتړ کړى دى.
دپاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر سعيد غني دجمعې په ورځ سينيټ کې دغه قرارداد وړاندې کړى چې ټولو غړو يې ملاتړ کړى دى.

دپاکستاني پارليمنټ برني ايوان يعنې سينيټ کې دائين اؤ پارليمان دسرلوړۍ لپاره وړاندې شوى قرارداد په متفقه توگه منظور کړل شوى اؤ دځينو گوندونو له لوري دوزيراعظم نه داستعفي اؤ اسمبلو دماتولو غوښتنې رد کړل شوي دي.

تيره ورځ قومي اسمبلۍ کې هم يو قرارداد منظور کړل شوى چې پکې وزيراعظم نه داستعفي اؤاسمبلو ماتولو غوښتنې غيرائيني گرځول شوې.

پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف نه داستعفي دغوښتنې ترڅنگ دټولو اسمبلو دماتولو غوښتنه کوي.

دپاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر سعيد غني دجمعې په ورځ سينيټ کې دغه قرارداد وړاندې کړى چې ټولو غړو يې ملاتړ کړى دى.

په دغه موقع سعيد غني دقانون دواکمنۍ اؤ پارليمنټ دسرلوړۍ دباوري کولو په اړه ژمنه تکرار کړه اؤ وې وئيل چې هيواد کې جمهوري نظام جاري ساتل پکار دي.

دسينيټ غړو دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک دهرنې اؤ غوښتنې غيرائيني گرځولي دي.

دپيپلز پارټۍ فرحت الله بابر بحث کې دبرخې اخستو پهوخت وويل چې پي ټي ائي اؤ پي اى ټي دپارليمنټ نه گيره اچولې اؤ دپارليمنټ دغړو خلاف دسپکاوي نه ډکه ژبه استعمالوي.

هغه خبردارى ورکړو چې سبا تندروه ډلې هم اسلام اباد ته راتلى اؤ دحکومت کولو غوښتنه کولى شي.

دپاکستان مسلم ليگ(ن) سره تعلق لرونکي سينيټر مشاهدالله وويل عمران خان اوس د٦٣ؤ کالو شوى اؤ څوک اؤټ کولى نۀ شي.

قرارداد کې دپارليمنټ ماتول اؤ دوزيراعظم نوازشريف استعفي هم رد کړى شوې ده.

بل لوري ته دپاکستان صدر ممنون حسين اسلام اباد کې دنيشنل کميشن فار هيومن ډويلپمنټ هيئت سره دليدنې په مهال وئيلي دي چې ملک دترقۍ په لاره روان دى اؤ قام دې اړى گړى خورونکي دپامه وغورځوي.

پاکستاني صدر وويل نړيواله ورورولي گڼي چې دپاکستان موجوده قيادت ملک دترقۍ اؤ استحکام لوري ته بوځي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG