لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد کې د وزيرستان د لسو لکو کډوالو د احتجاج گواښ


هغوئ زياته کړه اوس اوس چې په اسلام اباد کې کومې سياسي ډرامه بازۍ شروع شوي هغې د شمالي وزيرستان د کډوالو نه د نړۍ پام گرځولى

دپاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان مشرانو دپاکستان حکومت ته گواښ کړى چې دضرب عصب عملياتو له امله د بې کوره شوؤ کډوالو ستونزو اؤ مصيبتونو ته پام ونۀ گرځول شي نو هغوئ مجبور دي چې دلسو لکو نه زيات بې کوره شوي کډوال پلازمينې اسلام اباد ته ورغونډ کړي اؤ هلته په احتجاج لاس پوري کړي .

د زيارت په ورځ د شمالي وزيرستان د امن جرگې مشراؤ د ايپي فقيرجانشين حاجي شيرمحمد د يوشمير نورو قبائيلي مشرانو په ملگرتيا چې پکې ملک نور رحمان داوړ، فضل خان وزير، سعدشاه ،فضل غفارخان ،عظيم خان وزير اؤ رعايت الله خان شامل وؤ يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا اؤ وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په ځانگړوخبرو کې وويل عملياتو کې چې د وزيرستان کومې علاقې صفا کړل شوي بايد بې کوره شوؤ کډوالو ته اجازه ورکړي چې دغو سيمو کې بيرته خپلو کورونو ته ستانۀ شي.

هغوئ وويل د شمالي وزيرستان د عملياتو له امله چې کوم په لکونو خلک بې کوره شوي هغوئ د بنو په کيمپونو اؤ سرکاري سکولونو کې د مجبوريت ډکې شپې سبا کوي خو په سکولونو کې ميشته کډوالو ته نوټس ورکړل شوى چې هغوئ بايد تر ديرشم اگست دغه سکولونه خالي کړي اؤ دا په داسې حال کې ده چې ددغو لکونو قبائيلو دپاره د استوگنې کوم متبادل بندوبست هم نۀ دى شوى .

هغوئ زياته کړه اوس اوس چې په اسلام اباد کې کومې سياسي ډرامه بازۍ شروع شوي هغې د شمالي وزيرستان د کډوالو نه د نړۍ پام گرځولى

هغوئ وويل د يوولسو لکو نه زيات رجسټرډ کډوالو څخه يواځې دوؤ لکو ته تر دې مهاله حکومتي مرستې رسيدلي اؤ نهو لکو نه زيات نور اوسه در په در ډغرې خوري .

هغوئ گواښ وکړو چې کۀ چرې د بې کوره شوؤ قبائيلو سره د روان دغه زياتي مخه ونۀ نيول شي نو هغوئ به احتجاجاً د لسو لکو نه زيات کډوال اسلام اباد ته ورټول کړي اؤ ترهاغې به احتجاج وکړي ترڅو حکومت دغو ټولو متاثرينو ته خپل کورونه نۀ وي ورکړي.

هغوئ زياته کړه چې د وزيرستان ټولو کډوالو خپل واک اتياؤ قبائيلي مشرانو ته ورکړى اؤ کله چې هم دغه مشران په کډوالو د احتجاج دپاره غږ وکړي نو هغوئ به يو موټى وي

XS
SM
MD
LG