لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ حکومت ته دائين دتحفظ باور ورکړى،خواجه اصف


 اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل " په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې پوځ حکومت ته دائين دتحفظ باور ورکړى"
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل " په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې پوځ حکومت ته دائين دتحفظ باور ورکړى"

دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دپوځ په ګډون ټولو رياستي ادارو حکومت ته دائين دتحفظ اؤ سرلوړۍ باور ورکړى دى.

اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل " په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې پوځ حکومت ته دائين دتحفظ باور ورکړى"

هغه دا راپورونه رد کړل چې ګنې حکومت به دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک خلاف دپارليمنټ نه بهر طاقت استعمال کړي اؤ هغوي به خوارۀ وارۀ کړي.

خواجه اصف وويل حکومت ته دپي اى ټي اؤ پي ټي ائي خلاف ولې دطاقت استعمال پکار دى حالانکې ددغو ګوندونو خلاف لاهور کې طاقت نۀ دى استعمال شوى.

هغه وويل دپاکستان وزيراعظم اؤ دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف دواړه په جمهوري طريقې سره منتخب شوي اؤ په يو قيمت به هم استعفي نۀ ورکوي.

ددفاع وزير وويل هغوي ته ديو داسې ګوند په غوښتنه ولې استعفي ورکول پکار دي چې په قومي اسمبلۍ کې يواځې ٣٥ چوکۍ لري.

هغه تور ولګولو چې طاهرالقادري ته دځينو بهرنو طاقتونو ملاتړ ترلاسه دى اؤ غواړي دپاکستان نيوکلئير اثاثې قبضه کړي اؤ زياته يې کړه چاته به دعراق اؤ شام پشان صورتحال پاکستان کې دتکرارولو اجازت ورنۀ کړل شي.

د١٤م اگست راهسې اسلام اباد دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک احتجاجي دهرنې روانې دي اؤ دغو دواړو گوندونو دوزيراعظم نوازشريف نه دمستعفي کيدو ،اسمبلو دماتولو اؤ بيا انتخاباتو کولو په گډون گڼې غوښتنې کړي دي.

دشورو په ورځ دپاکستان دمطبوعاتي څانګې( ائي ايس پي ار) وياند ميجر جنرل عاصم باجوه په ټوئټر خپل يو پيغام کې وئيلي وؤ چې ريډزون کې ودانۍ درياست علامت دى اؤ دپوځ له لوري يې تحفظ کيږي ځکه بايد ددغو قومي علامتونو دتقدس احترام دې وکړل شي، ددې پرون دپوځ سرلښکر هم دپنجاب په وزيراعلي شهباز شريف مخالفو اړخونو سره زر تر زره دمعاملو په هوارولو زور راوړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG