لاس رسیدونکی لینک

قومي اسمبلۍ دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي غوښتنې رد کړي


دغه قرارداد دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزئ لخوا وړاندې کړل شوى چې پکې داحتجاج کوونکو گوندونو دقيادت له لوري دشوې"بدکلامۍ" هم غندنه شوې ده.

دزيارت په ورځ دپاکستان قومي اسمبلۍ يو قرارداد منظور کړى اؤ په احتجاج دبوختو حکومت مخالفو گوندونو لخوا يې وزيراعظم نه داستعفي اؤ اسمبلو دماتولو" غيرائيني غوښتنې" رد کړي دي.

دغه قرارداد دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزئ لخوا وړاندې کړل شوى چې پکې داحتجاج کوونکو گوندونو دقيادت له لوري دشوې"بدکلامۍ" هم غندنه شوې ده.

ايوان دائين اؤ پارليمنټ دسرلوړۍ اراده څرگنده کړې ده اؤ په ډاگه کړې يې ده چې ملک کې به دجمهوريت سفر اؤ و ده روانه وي.

داسپيکر اياز صادق په مشرۍ دقومي اسمبلۍ غونډه روانه ده چې پکې دملک په موجوده سياسي صورتحال بحث کولى شي.

دقومي اسمبلۍ له لوري منظور کړل شوي قرارداد کې وئيل شوي دي چې منتخب ايوان داسمبلۍ دماتولو اؤ وزيراعظم داستعفي غوښتنې ردوي.

له دې وړاندې په ١٣م اگست هم قومي اسمبلۍ دجمهوريت په حق کې يو قرارداد په متفقه توگه منظور کړى ؤ.

د١٤م اگست راهسې اسلام اباد دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک احتجاجي دهرنې روانې دي اؤ دغو دواړو گوندونو دوزيراعظم نوازشريف نه دمستعفي کيدو ،اسمبلو دماتولو اؤ بيا انتخاباتو کولو په گډون گڼې غوښتنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG