لاس رسیدونکی لینک

دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي دغوښتنو خلاف پاکستان کې دوکيلانو احتجاج


دوکيلانو استازو تنظيمونو په سياسي گوندونو زور راوړى چې په ائيني دائره کار کې داوسيدو سره دې دسياسي بحران حل ولټوي.

پاکستان کې دوکيلانو تر ټولو لويې تنظيم پاکستان بار کونسل اؤ سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن دحکومت مخالفه احتجاج کوونکو گوندونو دهرنې اؤ احتجاجونه دپارليماني جمهوري نظام سره په ټکر گرځولي اؤ دزيارت په ورځ يې ټول ملک کې دهړتال اعلان کړى دى.

ددغه هړتال په مهال وکيلان عدالتونو ته نۀ پيش کيږي اؤ دعدالتي کارروايۍ بائيکاټ کوي.

د١٤م اگست راهسې اسلام اباد دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک احتجاجي دهرنې روانې دي اؤ دغو دواړو گوندونو دوزيراعظم نوازشريف نه دمستعفي کيدو ،اسمبلو دماتولو اؤ بيا انتخاباتو کولو په گډون گڼې غوښتنې کړي دي.

دوکيلانو استازو تنظيمونو په سياسي گوندونو زور راوړى چې په ائيني دائره کار کې داوسيدو سره دې دسياسي بحران حل ولټوي.

سپريم کورټ کې يو درخواست هم تر اوريدو لاندې دى چې پکې درخواست شوى په احتجاج بوخت دغه گوندونه دې دائين اؤ قانون نه دبالا غوښتنو نه منعې کړي.

دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين عمران خان خپلو پلويانو ته په خطاب کې دسول نافرمانۍ اعلان کړى ؤ اؤ دملک مختلفو سماجي ، سياسي اؤ کاروباري حلقو په دغه اعلان سختې نيوکې کړې وې.

سپريم کورټ ددرخواست داوريدنې په مهال دزيارت په ورځ عمران خان اؤ طاهرالقادري سترې محکمې ته غوښتي.

دسپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر کامران مرتضي وائس اف امريکا ته وئيلي چې دوکيلانو ورورولۍ ملک کې دجمهوريت بحالۍ لپاره ډيرې هلې ځلې کړي اؤ هغوي به کوم داسې کوشش کاميابيدو ته نۀ پريږدي چې دقانون اؤ ائين خلاف وي.

هغه وئيلي " مونږ ددې سره هيڅ تعلق نۀ لرو چې وزيراعظم دې نوازشريف پاتې کيږي که نه اؤ يا دې حکومت پاتې کيږي که نه ، مونږ يواځې دا غواړو چې څه هم کيږي هغه دې دائين سره په ټکر کې نۀ وي اؤ که چرې داسې څه وشول نو بيا به خبره يواځې عدالتونو پورې نۀ پاتې کيږي دلکونو وکيلانو پورې به رسيږي"

هغه وويل احتجاج دهر چا ائيني حق دى خو ائين چې دکومو حقونو باور ورکوي که چرې هغه غصب کيږي يا ددغسې کيدو انديښنه وي نو په دې ستره محکمه دمداخلت کولو سره دائين دسرلوړۍ باوري کولو لپاره دگامونو اخستو حکم کولى شي.

XS
SM
MD
LG