لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دغيرائيني بدلونونو ملاتړ نۀ کوؤ،امريکا

 دشورو په ورځ واشنگټن کې دخارجه محکمې وياندې دمعمول دبريفنگ په مهال دپاکستان په اړه ديوې پوښتنې ځواب کې خبريالانو ته وويل چې امريکا دپاکستان په موجوده صورتحال نظر ساتلى اؤ ددغه ځايې موجوده سياسي حالات انديښمن نۀ شي گرځول کيدى.

امريکا په ډاگه کړې چې ميا نواز شريف دپينځوؤ کلونو لپاره دپاکستان وزيراعظم منتخب شوى اؤ امريکا دهغه نه داستعفي دغوښتنې ملاتړ نۀ کوي.

دامريکا له لوري دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دوه حکومت مخالفه ډلې پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دنوازشريف دحکومت خلاف په احتجاج بوختې دي اؤ دهغه نه داستعفي اؤملک کې دبيا انتخاباتو کولو غوښتنې کوي.

دشورو په ورځ واشنگټن کې دخارجه محکمې وياندې دمعمول دبريفنگ په مهال دپاکستان په اړه ديوې پوښتنې ځواب کې خبريالانو ته وويل چې امريکا دپاکستان په موجوده صورتحال نظر ساتلى اؤ ددغه ځايې موجوده سياسي حالات انديښمن نۀ شي گرځول کيدى.

وياندې وويل امريکا پاکستان کې دائيني اؤ انتخابي عمل ملاتړ کوي چې ددې لاندې دشوؤ انتخاباتو په نتيجه کې دنوازشريف حکومت اقتدار ته رسيدلى.

وياندې واضحه کړه چې دپاکستان جمهوري نظام کې دائين نه دبالا بدلونونو راوستونکو کسانو ته دامريکا ملاتړ نۀ دى ترلاسه.

دخارجه محکمې وياندې ميري هارف پاکستان کې دروان سياسي کړکيچ ټولو خواؤ ته دصبر نه دکار اخستو مشوره ورکړه اؤ وې وئيل امريکا گڼي داوسني بحران نه په پرامنه توگه دوتلو لاره موجوده ده.

وياندې وويل دموجوده بحران باوجود پاکستان کې دسياسي بحث ډير گنجائش شته چې په پرامنه انداز سره پايې ته رسيدل پکار دي.

ميري هارف په ډاگه کړه چې دپاکستان دموجوده سياسي صورتحال باوجود به امريکا پاکستان سره مرسته اؤ همکاري جاري ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG