لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طاهر القادري د پارلمان د محاصرې امر بيرته اخستى


طاهرالقادري دا هم وئيلي چې ترڅو وزيراعظم نواز شريف استعفي نۀ وي ورکړي تر هغې دې داسمبلۍ دغړو سره دپارليمنټ دننه ايسار وي اؤ هغوي به ورته بهر ته دراوتلو اجازت نۀ ورکوي.
طاهرالقادري دا هم وئيلي چې ترڅو وزيراعظم نواز شريف استعفي نۀ وي ورکړي تر هغې دې داسمبلۍ دغړو سره دپارليمنټ دننه ايسار وي اؤ هغوي به ورته بهر ته دراوتلو اجازت نۀ ورکوي.

دحکومت مخالفه ډلې پاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري خپلو کارکوونکو ته حکم کړى چې دپارلمان نه کۀ څوک اوځي يا ورته څوک راځي دهغوئ مخه دې نۀ نيسي اؤ نه دې هم حکومتي ودانو ته ورننوځي.

د شورو په ورځ دپارلمان مخې ته د ايم کيوايم د مشر حيدرعباس رضوي اؤ دمسلم ليگ د خپلې ډلې دمشر اعجاز الحق سره له خبرو اترو وروستو د خپل کنټينر نه دپارلمان مخې ته خپلو زرگونو پلويانو ته ډاکټرطاهرالقادري وويل تراوسه ورسره حکومت د مذاکراتو دپاره رابطه نۀ ده کړې اؤ دا دعوې حققيت نۀ لري چې گنې هغۀ د مذاکراتو نه انکاري دى.

له دې وړاندې دپاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهر القادري پخپلو کارکنانو غږ کړى ؤ چې اسلام اباد کې دپارليمنټ ودانۍ کې موجود غړي راوتلو ته پرې نۀ ږدي .

طاهرالقادري دپارليمنټ دمحاصرې دغه اعلان په داسې حال کې کړى چې ؤ دپاکستان طاقتور پوځ دوړاندې نه دواړو خواؤ ته خبردارى ورکړى چې په ريډزون کې ودانۍ درياست علامت دى اؤ بايد درناوى يې وشي.

طاهرالقادري دا هم وئيلي وؤ چې ترڅو وزيراعظم نواز شريف استعفي نۀ وي ورکړي تر هغې دې داسمبلۍ دغړو سره دپارليمنټ دننه ايسار وي اؤ هغوي به ورته بهر ته دراوتلو اجازت نۀ ورکوي.

قادري وئيلي وؤ نواز شريف اؤ نور غړي يې پارليمنټ ته تللو ته ځکه پريښي ترڅو ټول ښکار يوځايې شي.

طاهرالقادري خپلو پلويانو ته دپارليمنټ دمحاصرې دغه حکم په داسې حال کې کړى ؤ چې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دشورو په ورځ پارليمنټ ته رسيدلى اؤ په موجوده سياسي صورتحال داسمبلۍ غونډه شروع وه.

داسمبلۍ دغونډې مشري سپيکر اياز صادق په داسې حال کې کوله چې دقومي اسمبلۍ دودانۍ نه بهر په زرگونو حکومت مخالفه مظاهرين ورټول شوي دي.

دقومي اسمبلۍ دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې دمخالف سياسي گوند تحريک انصاف مشر عمران خان دړکه کړې که چرې نواز شريف دشورو دماښام پورې استعفي ورنۀ کړه نو هغه به وزيراعظم هاؤس ته د خپلو زرګونو پلويانو سره ننوځي.

تيره شپه دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک پلويانو وزيراعظم نواز شريف په استعفي دمجبورولو لپاره دريډزون اړخ ته لږيدلي ټول خنډان مات کړي وؤ دغه حساسې سيمې ته ورداخل شوي وؤ.

دشورو په ورځ دقومي اسمبلۍ غونډې ته په خطاب کې دجمعيت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې دپارليمنټ اؤ ائين په تحفظ ټولې سياسي پارټۍ متفقې دي.

.هغه وويل چې دجنگ پشان صورتحال ته دداخليدو نه دملک بچ کول غواړي.

دميډيا راپورونه وائي چې وزيراعظم دشورو دپي ټي ائي دمشر عمران خان دغوښتنو اوريدو لپاره هغه سره درابطې کولو فيصله کړې ده،دغه فيصله دوزيراعظم په مشرۍ اسلام اباد کې دشوې يوې غونډې په مهال شوې ده.

غونډه کې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف، دپنجاب گورنر چوهدري محمد سرور اؤ نورو وزيرانو برخه اخستې.

غونډه کې دملک په مجموعي سياسي صورتحال غور شوى اؤ فيصله شوې چې دپنجاب گورنر به دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي دقيادت سره داحتجاجونو ختمولو لپاره رابطه کوي.

دحکومتي سرچينو ترمخه وزيراعظم نواز شريف ته پوځ باور ورکړى چې په اقتدار به قبضه نۀ کوي اؤ په دغه لړ کې نواز شريف تيره اوونۍ دپوځ دسرلښکر سره مشورې کولو لپاره خپل دوه استازي ليږلي وؤ.

دحکومتي سرچينو وينا ده نواز شريف غوښتل په دې خبره ځان پوهه کړي چې ايا پوځ دعمران خان اؤ طاهرالقادري ددوؤ احتجاجي تحريکونو په خاموشۍ سره ملاتړ کوي اؤ يا دپوځي بغاوت تيارى کوي.

حکومتي سرچينې وائي چې دنواز شريف دغه استازو هغه ته وئيلي وؤ چې پوځي بغاوت به نۀ وي.

دپاکستاني پوځ وياند په ډاگه کړې چې ريډزون کې موقعيت لرونکې ودانۍ درياست علامت دى اؤ بايد معاملې دمقصدي مذاکراتو په ذريعه هوارې کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG