لاس رسیدونکی لینک

حامدکرزئ: پاکستان دې افغانستان کې مداخلت نه لاس واخلي


حامد کرزي هيله وښوده چې افغانستان کې د شوؤ ټولټاکنو نتيجې به ډير زر د اولس مخې ته راشي

افغانستان نن د خپلې ازادۍ 95 مه کليزه نمانځي اؤ ددغه ورځې په مناسبت دافغانستان صدر حامد کرزي په پاکستان غږ کړى چې افغانستان کې نور د مداخلتونو څخه لاس واخلي اؤ خپل اولس ته يې وئيلي چې دافغانستان د پرمختگ دپاره بايد خپلو کې يو بل ته د ورورولۍ کلک لاسونه ورکړي.

د نهې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥مې کليزې په اړوند جوړې شوې يوې دستورې ته پخپله وينا کې افغان صدر زياته کړې ده افغانستان چې کله خپله ازادي ترلاسه کوله نو په هاغه مهال ټول افغانان د خپل هيواد د ازادۍ دپاره يو موټى وؤ اؤ نن چې افغانستان د يو ازاد هيواد په توگه پرمختيا ته ضرورت لري بايد بيا افغانان خپل ټول اختلافات شاته وغورځوي اؤ خپلو کې د ورورولۍ کلک لاسونه ورکړي .

په دغه دستوره کې د افغانستان د صدارتي ټولټاکنو دواړو اميدوارانو ډاکټراشرف غني اؤ عبدالله عبدالله هم برخه لرله.

دستورې ته په وينا کې حامد کرزي هيله وښوده چې افغانستان کې د شوؤ ټولټاکنو نتيجې به ډير زر د اولس مخې ته راشي اؤ دواړه اميدواران به د ترسره شوې معاهدې په عملي کولو بريالي شي.

حامد کرزي خپلو ټولو هيواد والو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ووئيله اؤ د افغانستان د ازادۍ د سالار اميرخان الله په عکسس اؤ دازادۍ په مناره يې د گلونو گيډۍ کيښودې

د ازادۍ د ورځې په مناسبت په افغانستان کې دننه اؤ بهر افغان وگړو هم ورته دستورې جوړې کړي اؤ د خپل هيواد د استقلال د ساتلو عزم يې کړى دى.

دافغانستان ٩٥ وړاندې هم په دې ورځ د غازي امان الله خان په رهبرۍ د برطانيې څخه خپلواکي ترلاسه کړې وه اؤ دغه ورځ هرکال افغانان په پوره درناوي سره نمانځي

XS
SM
MD
LG