دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له امله د بې کوره شوؤ لکونو کډوالو د ستونزو په هکله په غوره اؤ حقيقي خپرونو کولو د قبائيلي سيمې د ژورنالستانو اتحاديې (ټرائبل يونين اف جرنلسټس) وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته زرينې پيرزوئنې وړاندې کړي اؤ د ښې کارکردگۍ ايوارډ يې ورکړى دى.
ډيوه راډيو ته دغه ايوارډ د نهې په ورځ پيښور پريس کلب کې د ټرائبل يونين اف جرنلسټس شمالي وزيرستان يونټ د صدر نور بهرام په تابيا د قبائيلي قومي مشرانو، صحافيانو اؤ ليکوالو په راجوړه کړل شوې يوه درنه دستوره کې ورکړل شوى .
ددستورې صدارت د پيښور پريس کلب صدر ناصرحسين کولو اؤ مشران ميلمانۀ پکې د ټرائبل يونين اف جرنلسټس باني سيلاب محسود اؤ دخيبريونين اف جرنلسټس صدر نثار محمود وؤ.
دستورې په پخپلو وينا گانو کې قبائيلي مشرانو ملک خان مرجان، سيلاب محسود، نوربهرام ، مولانا گل رمضان ، ملک غلام اؤ نورو مشرانو پخپلو خبرو کې د بې کوره قبائيلو په هکله د وائس اف امريکه ډيوه راډيو د خپرونو ستائنه وکړه اؤ وئ وئيل ډيوه راډيو چې د ضرب عصب په نوم سيمه کې د پيل شوؤ پوځي عملياتو په مهال د بې کوره شوؤ قبائيلو د ستونزو کوم حقيقي تصوير نړۍ ته ښودلى ټول قبائيل له زړۀ له کومې په دې د ډيوه راډيو مننه کوي .
دغه ايوارډ په پيښور کې د وائس اف امريکه ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق اؤ د شمالي وزيرستان دپاره د ډيوه راډيو خبريال عدنان بيټني وسپارل شو.