لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اپوزيشن گوندونو دوزيراعلي پرويز خټک خلاف دبې باورۍ تحريک جمع کړى


نن د دجى يو ائي(ف) مشر لطف الرحمان دوزيراعلي پرويز خټک خلاف دبې باورۍ تحريک دصوبائي اسمبلۍ سيکرټري امان الله سره جمع کړى چې د٤٦ؤ غړو لاسليکونه پرې هم موجود دي.
نن د دجى يو ائي(ف) مشر لطف الرحمان دوزيراعلي پرويز خټک خلاف دبې باورۍ تحريک دصوبائي اسمبلۍ سيکرټري امان الله سره جمع کړى چې د٤٦ؤ غړو لاسليکونه پرې هم موجود دي.

واکمن گوند پاکستان تحريک انصاف دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دماتولو نه دمنعې کولو لپاره دنهې په ورځ خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دحزب اختلاف گوندونو دپي ټي ائي دوزيراعلي پرويز خټک خلاف دبې باورۍ تحريک پيش کړى.

دوزيراعلي پرويز خټک خلاف دبې باورۍ دغه تحريک وروستو له هغې جمع کړل شوى چې تيره ورځ صوبه کې دواکمن گوند تحريک انصاف له لوري دقومي اسمبلۍ اؤخيبرپښتونخوا نه بغير ټولو صوبائي اسمبلو نه داستعفي گانو ورکولو اعلان وشو.

تيره ورځ دقومي وطن پارټۍ دمشر افتاب احمدخان شيرپاؤ په مشرۍ داپوزيشن گوندونو يوه اهمه غونډه شوې چې پکې دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک خلاف دعدم اعتماد دتحريک راوړاندې کولو فيصله شوې وه اؤ په دغه لړ کې اپوزيشن گوندونو نه لاسليکونه هم اخستل شوي وؤ.

نن د دجى يو ائي(ف) مشر لطف الرحمان دوزيراعلي پرويز خټک خلاف دبې باورۍ تحريک دصوبائي اسمبلۍ سيکرټري امان الله سره جمع کړى چې د٤٦ؤ غړو لاسليکونه پرې هم موجود دي.

اپوزيشن دريځ لري چې دبې باورۍ ددغه تحريک مقصد وزيراعلي لرې کول نۀ بلکې اسمبلي دماتولو نه بچ کول دي خو داطلاعاتو صوبائي وزير اؤ دتحريک انصاف مشر مشتاق غني وئيلي دي چې صوبائي حکومت به ددغه تحريک دفاع کوي.

داپوزيشن مشر مولانا لطف الرحمان وئيلي دي چې هغوي سره پاکستان مسلم ليگ(ن)،پاکستان پيپلز پارټي، عوامي نيشنل پارټي اؤ قومي وطن پارټي دي.

لطف الرحمان وئيلي دي چې ددغه تحريک دجمع کولو مقصد اسمبلي دماتولو نه بچ کول دي.

داسمبلۍ دغونډې رابللو لپاره دغه تحريک دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر اسدقيصر، وزيراعلي پرويز خټک اؤ گورنر سردار مهتاب خان عباسي ته ليږل شوى

خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دتحريک انصاف دغړو شمير ٥٥ دى اؤ وزيراعلي ته دبې باورۍ دتحريک نه بچ کيدو لپاره د٦٣ؤ ووټونو ضرورت دى.

عوامي جمهوري اتحاد پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې هغوي صوبائي اسمبلۍ کې دحکومت برخه ده خو تحريک انصاف داستعفي گانو په اړه هغوي په باور کې نۀ دي اخستي.

په ١٢٤ؤ کسانو مشتملې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دتحريک انصاف داتحادي گوندونو جماعت اسلامي ٨ اؤ دعوامي جمهوري اتحاد ٥ غړي شامل دي.

همدغه شان دحزب اختلاف گوندونو کې دمسلم ليگ(ن) دغړو شمير ١٧، دجمعيت علماء اسلام(ف) ١٧، دقومي وطن پارټۍ ١٠، دعوامي نيشنل پارټۍ،٥، دپاکستان پيپلز پارټۍ ٥ اؤ دوه ازاد غړي شامل دي.

که چرې جماعت اسلامي داتحادي حکومت نه بيليږي اؤ داپوزيشن گوندونو سره يوځايې کيږي نو پي ټي ائي سره به ٦١ چوکۍ پاتې کيږي اؤ داپوزيشن دچوکو شمير به ٦٢ وي، کوم چې دحکومت يوه چوکۍ زياته جوړيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG