لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ريډزون ته دپي ټي ائي دداخليدو منصوبه ، پوځ ته دبيدار اوسيدو وينا

راپورونه وائي چې اسلام اباد کې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي له لوري په ممکنه توگه ريډزون ته دداخليدو صورت کې دکومې ناخوښه پيښې مخنيوي لپاره کور ليفټننټ جنرل قمر باجوه اؤ نورو لسو کورکمانډرانو داسلام اباد دپوليسو سره رابطه کړې اؤ ورته يې داهمو سرکاري تنصيباتو دتحفظ لپاره دمرستې باور ورکړى دى.

راپورونه وائي په داسې حال کې چې دپاکستان وفاقي دارالحکومت اسلام اباد کې ددوؤ گوندونو لخوا احتجاج په پينځمه ورځ هم روان دى اؤ عمران خان نن ماښام دخپلو زرگونو پلويانو سره ريډزون ته دداخليدو منصوبه لري دپاکستان پوځ پلازمينه کې خپلو عسکرو ته دبيدار اوسيدو وينا کړې.

راپورونه وائي چې اسلام اباد کې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي له لوري په ممکنه توگه ريډزون ته دداخليدو صورت کې دکومې ناخوښه پيښې مخنيوي لپاره کور ليفټننټ جنرل قمر باجوه اؤ نورو لسو کورکمانډرانو داسلام اباد دپوليسو سره رابطه کړې اؤ ورته يې داهمو سرکاري تنصيباتو دتحفظ لپاره دمرستې باور ورکړى دى.

دانقلاب مارچ اؤ ازادۍ مارچ دبرخه والو له لوري ريډزون ته دداخليدو دوخت په رانزدې کيدو اسلام اباد کې حفاظتي گامونه نور سختولى شي اؤ راپورونه وائي چې داسلام اباد ريډزون هائي سيکورټي زون گرځول شوى اؤ دغلته درې حصارونه جوړ کړل شوي دي.

دحفاظتي منصوبې ترمخه په اولني صف کې پوليس، دوهم کې ايف سي اؤ په دريم صف کې درينجرز ځواکونه تعينات کړل شوي اؤ دريډزون لوري ته غځيدلې ټولې لارې بندې کړل شوي دي.

دتحريک انصاف له لوري اسلام اباد کې په ١٤م اگست دازادۍ مارچ په نوم دلويې احتجاجي لاريون کولو داعلان وروستو اسلام اباد ته دپاکستان وفاقي حکومت دائين دارټيکل ٢٤٥ لاندې پوځ غوښتى.

دپاکستان لويو سياسي گوندونو اسلام اباد ته دپوځ دورغوښتو په دغه حکومتي فيصله نيوکه کړې اؤ دا يې دحکومت دناکامۍ برابر گام گرځولى خو وفاقي حکومت دريځ لري چې اسلام اباد يې پوځ ته نۀ دى سپارلى بلکې دپوځ دتعيناتۍ دغه گام يې په شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو دردعمل دمخنيوي لپاره اخستى.

دپوځي سرچينو وينا ده چې په اسلام اباد کې موجوده وخت کې ٣٥٠ پوځيان موجود دي خو داسلام اباد انتظاميه دعوه کوي چې دغه شمير د٥٠٠ؤ نه زيات دى.

دپي ټي ائي مشر عمران خان تيره شپه اعلان کړى چې هغه به دنهې په ماښام دخپلو زرگونو پلويانو سره ريډزون ته داخليږي، په دغه سيمه کې لويديزې سفارتخانې اؤ اهم سرکاري عمارتونه موجود دي.

دپوليسو داندازو ترمخه دښځو اؤ ماشومانو په شمول اسلام اباد کې دمظاهرينو شمير نزدې پينځه پنځوس زره دى اؤ حکومت دوړاندې نه په ډاگه کړې چې چاته به ريډزون ته دداخليدو اجازت نۀ ورکوي اؤ په دغسې حرکت کولو به دقانون مطابق کارروائي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG