لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" پي ټي ائي دخيبرپښتونخوا نه بغير ټولو اسمبلو نه مستعفي"


 دتحريک انصاف دکور کميټۍ دغونډې نه پس ميډيا سره خبرو کې شاه محمود قريشي وويل دهغوي فيصلو ته داولس ملاتړ ترلاسه دى اؤ زياته يې کړه چې په بندو کمرو کې شوؤ فيصلو ته اولسي تائيد حاصل نۀ وي.
دتحريک انصاف دکور کميټۍ دغونډې نه پس ميډيا سره خبرو کې شاه محمود قريشي وويل دهغوي فيصلو ته داولس ملاتړ ترلاسه دى اؤ زياته يې کړه چې په بندو کمرو کې شوؤ فيصلو ته اولسي تائيد حاصل نۀ وي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر شاه محمود قريشي وئيلي دي چې دهغوي گوند دقومي اسمبلۍ اؤ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ نه بغير دټولو صوبائي اسمبلو نه دمستعفي کيدو فيصله کړې ده اؤ استعفي گانې به سبا ټولو اړونده سپيکرانو ته وړاندې کړل شي.

دتحريک انصاف دکور کميټۍ دغونډې نه پس ميډيا سره خبرو کې شاه محمود قريشي وويل دهغوي فيصلو ته داولس ملاتړ ترلاسه دى اؤ زياته يې کړه چې په بندو کمرو کې شوؤ فيصلو ته اولسي تائيد حاصل نۀ وي.

" زمونږ خبره ونۀ وريدل شوه ځکه مونږ اولس ته دمراجعه کيدو فيصله وکړه"

هغه وويل تحريک انصاف دقومي اسمبلۍ اؤ دريوؤ صوبائي اسمبلو پنجاب، سندهـ اؤ بلوچستان نه دمستعفي کيدو فيصله کړې اؤ چونکې په خيبرپښتونخوا کې مخلوط حکومت لري ځکه دنورو گوندونو سره دصلاح مشورې نه پس به ددغه ځايې په حقله هم فيصله وکړل شي.

شاه محمود قريشي وويل داسمبلو ټولو غړو هغه سره استعفي گانې جمع کړي اؤ څو غړو ته په انتظار دي دهغوي نه به هم استعفي گانې واخلي اؤ تر سبا پورې به دغه استعفي گانې سپيکر سره جمع کړي.

هغه وويل دتيرو انتخاباتو په حقله دحکومت اؤ پي ټي ائي په نظر کې دورځې اؤ شپې پشان فرق دى اؤ زياته يې کړه چې هغوي دانتخاباتو په اړه نظر لري چې دغه انتخابات دپاکستان دتاريخ تر ټولولو دټگۍ نه ډک انتخابات وؤ خو نوازشريف يې دتاريخ تر ټولو شفاف انتخابات گڼي.

قريشي وويل هغوي گڼي چې اليکشن کميشن تابع ؤ خو نواز شريف وائي اليکشن کميشن ازاد وؤ، همدغه شان دهغوي په نظر نگران حکومت کې ورسره مشوره نۀ وه شوې اؤ دا يواځې ددوؤ لويو گوندونو دصلاح مشورې په نتيجه کې جوړ شوى ؤ.

سرچينې وائي دتحريک انصاف دکور کميټۍ غونډه کې شريک دتحريک انصاف صدر جاويد هاشمي دغړو نه داستعفي گانو اخستو مخالفت کړى اؤ په دغه اړه يې ديو ځل بيا سوچ کولو وينا کړې ځکه چې دهغه مطابق داستعفي گانو ورکولو سره به دمينځنۍ مودې انتخابات نۀ کيږي اؤ دکورکميټۍ غړو نه يې سوال وکړو چې ايا په استعفي گانو ورکولو سره دومره چوکۍ بيا گټل کيدى شي نو ځکه دې په دې حقله کارکنان مطمئين کړى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG