لاس رسیدونکی لینک

دعمران خان دسول نافرمانۍ په غږ دقانوني اؤ سياسي مشرانو ردعمل


دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ته مشوره ورکړې چې دقومي اسمبلۍ نه دې دباور ووټ واخلي.

دپاکستان دمختلفو سياسي اؤ قانوني چارو ماهرانو دعمران خان دسول نافرمانۍ دتحريک چلولو داعلان نه پس دحکومت اؤ تحريک انصاف ترمينځ دمذاکراتو له لارې دمعاملې په هوارولو زور راوړى دى.

جسټس (ر) وجيهه الدين صديقي وئيلي دي چې دعمران خان له لوري به دغه غوښتنه دخلکو زړونو ته درسيدو لپاره شوي وي ځکه چې هغه اوس مهال خپل تحريک مخ په وړاندې بوتلل غواړي.

هغه وئيلي کله چې عمران خان دسول نافرمانۍ په تحريک داولس له لوري کوم خاص ردعمل ترلاسه نۀ شو نو حکومت ته يې دمهلت ورکولو خبره وکړه.

دهغه وينا وه معاملې دسنجيدگۍ لوري ته ورروانې دي اؤ حکومت ته اوس په دې پوهيدل پکار دي چې چاې دلاسه ونۀ اوځي.

دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ته مشوره ورکړې چې دقومي اسمبلۍ نه دې دباور ووټ واخلي.

دچارسدې په ولي باغ کې اسفنديارولي خان وئيلي دي که جمهوريت ته نقصان ورسيدو نو ذمه وار به يې دپي ټي ائي مشر عمران خان اؤ دپي اى ټي مشر طاهرالقادري وي.

هغه وويل اى اين پي به دداسې کوم کمپائن ملاتړ نۀ کوي چې مقصد يې جمهوريت دپاټلۍ نه غورځول وي اؤ په دغه حواله به دهر گام مزاحمت کوي.

داى اين پي مشر تور ولگولو چې په خيبرپښتونخوا کې دپي ټي ائي حکومت دوزيرستان دبې کوره شوؤ خلکو دمدد خپله ذمه واري نۀ ده پوره کړې اؤ ددې پځايې يې ځانونه اسلام اباد کې په گډا مشغول ساتلي.

داسفنديارترمخه سونامي تل تباهي راوړي اؤ دپينځوسو زرو کسانو دلاريون په کولو سره وزيراعظم نه داستعفي غوښتنه دائين خلاف ورزي ده.

همدغه شان دجمعيت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې دپاکستان دتحريک انصاف له لوري اسلام اباد کې شروع شوى احتجاج دپوهې نه بالا دى.

خبريالانو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان وويل چې خيبرپښتونخوا کې دپي ټي ائي په مشرۍ دشريک حکومت ورځې شميرل شوي اؤ ډير زر به ختم شي.

فضل الرحمان تور ولگولو چې عمران خان اولس اؤ په خاص توگه دخيبرپښتونخو اوسيدونکو نه کم عقل جوړوي.

هغه وويل چې جمهوريت ته هيڅ خطره نشته.

فضل الرحمان وويل دلسو لکو کسانو راټولولو ددعوؤ پځايې پي ټي ائي يواځې لس زره خلک اسلام اباد ته ورټول کړي دي.

هغه وويل چې دپي ټي ائي دغه ډرامه ناکامه شوې اؤ زياته يې کړه چې دغيرجمهوري حکومت اقتدارته درسيدو امکان نشته.

فضل الرحمان وويل " مونږ به دپاټلۍ نه دجمهوريت دغورځيدو اجازت ورنۀ کړو ځکه چې مارشل لاء تل ملک په شا دهيکه کړى"

دقومي وطن پارټۍ مشر افتاب شيرپاؤ هم چاته دپاټلۍ نه دجمهوريت دغورځولو داجازت دنۀ ورکولو په ژمنې کولو سره وئيلي چې وفاقي حکومت معاملې په غوره ډول نۀ دي سمبالې کړي چې په نتيجه کې يې دوړو صوبو په خلکو کې دمحرومۍ احساس پيدا شوى.

پيښور کې يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت شيرپاؤ وويل " وفاقي حکومت دوړو صوبو دخلکو په مشکلاتو سترگې پټې کړي" اؤ زياته يې کړه چې وفاق ته دجمهوريت نه زياته خطره پيښه ده ځکه وفاقي حکومت دې دوړو صوبو دخلکو مسئلې حل کړي.

افتاب شيرپاؤ وويل چې دپي ټي ائي مشر وويل وړې معاملې راپورته کوي اؤ هغه پښتنو ته دپيښو ستونزو دهواري بصيرت نۀ لري.

دپي ټي ائي له لوري دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دماتولو دگنگوسو سره دمخالفت کولو په مهال شيرپاؤ تور ولگولو چې دپي ټي ائي حکومت په يو کال داولس دمسئلو په هوارولو کې ناکامه شوى دى.

بل لوري ته وزيراعظم نواز شريف دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف سره په يوه ليدنه کې وئيلي دي چې په هر قيمت به دجمهوريت دفاع کوي اؤ چاته به دپاټلۍ نه دجمهوريت دغورځيدو اجازت نۀ ورکوي.

نواز شريف وئيلي دجمهوريت خلاف احتجاج کوونکي دملک اؤ قوم نيک خواه نۀ شي کيدى اؤ زياته کړې يې ده چې حکومت دائين اؤ پارليمان په سرلوړۍ باور لري اؤ ټولې معاملې په سړکونو نۀ دپارليمان دننه هواريدل پکار دي.

همدغه شان دپنجاب وزيراعلي اؤ دپي ايم ايل(ن) مشر شهباز شريف وئيلي دي چې دتحريک انصاف چئيرمين عران خان دمظاهرو دسياست نه هيڅ ترلاسه نۀ کړل اؤ په هغه يې ټينگار کړى يې مذاکراتو ته دې غاړه کيږدي ، ترڅو دسياسي ستونزو هوارى را اوځي.

په يو بيان کې شهباز شريف وئيلي دي چې که عمران خان په سياست کې ژوندى اوسيدل غواړي نو ورته به سياسي رويه خپلول وي.

هغه وئيلي جمهوريت کې فيصلې پارليمنټ کې کيږي په سړکونو نۀ .

دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) مشر اؤ پخواني سينيټر حاجي لشکري رئيساني سرکاري خبري ادارې ته وئيلي چې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک دريلۍ ډرامې نۀ يواځې ملک کې اړى گړى خوروي بلکې ددې له امله هيواد دترقۍ په لوري دبوتللو لپاره دوزيراعظم نواز شريف کوششونه هم متاثره کيږي.

د(ن) ليگ يو بل مشر احسن اقبال وئيلي پاکستان يو جمهوري اؤ ايټمي هيواد دى اؤ بدنظمي نۀ شي زغملى.

هغه وويل يو جمهوري مشر هم دسول نافرمانۍ تحريک غږ نۀ شي کولى ځکه چې که څوک ټيکس نۀ ورکوي يا بل نۀ ادا کوي نو کنکشن به يې کټ کولى شي.

دپاکستان پيپلز پارټۍ مشر سينيټر اعتزاز احسن وئيلي هغه نۀ غواړي چې عمران خان اؤ طاهرالقادري دې پخپلو ارادو کې کامياب شي اؤ جمهوريت دې زيان ورسيږي.

جسټس(ر) طارق محمود وئيلي هغه غواړي معاملې دښه والي لوري ته لاړې شي خو دعمران خان دتقرير نه پس دغسې کيدل گران دي.

دمتحده قومي موومنټ مشر الطاف حسين دپي ټي ائي په مشر عمران خان اؤ دپي اى ټي په مشر طاهرالقادري غږ کړى چې حکومت ته ورکړل مهلتونه دې بيرته واخلي اؤ دصورتحال دحل لپاره دې خبرې اترې وکړي.

لندن نه جاري شوي خپل يو بيان کې الطاف حسين عمران خان اؤ قادري ته مشوره ورکړې چې قانون دې پخپلو لاسونو کې نۀ اخلي اؤ دخبرو له لارې دې مسئلې حل کړي.

بلخوا دجماعت اسلامي امير سراج الحق دموجوده سياسي بحران دهواري لپاره خپلې هڅې تُندې کړي اؤ هغه دتحريک انصاف دمشرانو شاه محمود قريشي، شيرين مزاري اؤ عارف علوي اؤ دپنجاب دگورنر چوهدري محمد سرور سره تماسونه نيولي اؤ دسياسي کړکيچ دحل په راويستو ورسره غږيدلى.

دمسلم ليگ(ق) مشر چوهدري شجاعت حسين حکومت سره دهرقسمه مذاکراتو امکان رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې حکومت سره دنواز شريف داستعفي نه پس مذاکرات کوي.

XS
SM
MD
LG