لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجرتنظيمونو دعمران خان دسول نافرمانۍ تحريک رد کړى

 دال پاکستان چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټري صدر زکريا عثمان وائس اف امريکا سره خبرو کې دتحريک انصاف دمشر له لوري دسول نافرمانۍ دتحريک چلولو اعلان رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې داوسني احتجاج په وجه دهيواد معيشت ته داربونو ډالرو نقصان رسيدلى دى.

دپاکستان دتاجر ورورولۍ مختخلفو تنظيمونو دپاکستان تحريک انصاف دمشر عمران خان له لوري دسول نافرمانۍ دتحريک چلولو اعلان مسترد کړى دى.

دال پاکستان چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټري صدر زکريا عثمان وائس اف امريکا سره خبرو کې دتحريک انصاف دمشر له لوري دسول نافرمانۍ دتحريک چلولو اعلان رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې داوسني احتجاج په وجه دهيواد معيشت ته داربونو ډالرو نقصان رسيدلى دى.

دوفاقي حکومت دعهديدارانو ترمخه دتيرې يوې اوونۍ راهسې پاکستاني اسټاک مارکيټ کې ددريوؤ نيمو اربو ډالرو تاوان اوښتى دى.

پلازمينه اسلام اباد کې دعمران خان دتحريک انصاف اؤ طاهرالقادري دعوامي تحريک له لوري دوفاقي حکومت خلاف بيل بيل احتجاجونه روان دي.

عمران خان داتوار په شپه خپلو کارکوونکو ته په خطاب کې دسول نافرمانۍ دتحريک چلولو داعلان کولو په مهال وزيراعظم نواز شريف ته دمستعفي کيدو لپاره ددوؤ ورځو مهلت ورکړى دى.

دهغه ددغه اعلان نه پس وفاقي داخله وزير چوهدري نثارعلي خان داتوار په شپه يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وويل چې حکومت دنيکې جذبې لاندې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک سره دمذاکراتو فيصله کړې اؤ ددوؤ بيلو بيلو کميټو جوړولو اعلان يې کړى چې پکې په پارليمان کې دموجودو گوندونو اهستازي شامل دي.

هغه وويل دعمران خان دسول نافرمانۍ په اعلان ورته حيرانتيا شوې اؤ زياته يې کړه چې سول نافرماني دحکومت خلاف کمه اؤ درياست خلاف ډيره وي.

له دې وړاندې دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري دوزيراعظم نه دمستعفي کيدو ترڅنگ دقومي اؤ څلورو واړو صوبائي اسمبلو دماتولو په گډون دهغه دغوښتنو په چارټر دعمل درامد لپاره دخالي په شپه د٤٨ؤ گينټو مهلت ورکړى ؤ.

دداخله وزير په حکومت وفاقي وزيران وائي چې حکومت دطاهرالقادري اؤ عمران خان ټولو ائيني غوښتنو منلو ته تيار دى خو ددې لپاره به هغوي ته دپارليمان لاره خپلول وي.

حکومت په احتجاج دبوختو دواړو مشرانو له لوري خبردارى ورکړى چې چاته به دغيرملکي سفارت خانو اؤ مهمو حکومتي ودانو علاقې(ريډ زون) ته دداخليدو اجازت نۀ ورکوي اؤ په ضد به يې سخت گامونه اخلي.

اسلام اباد کې دقانون نافذونکو ادارو تقريباً ٣٠ زره عسکر تعينات کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG