لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" استعفي،گنې سونامي وزيراعظم هاؤس کې"


Police look on as mourners participate in a Buddhist ceremony, for the brutal government crackdown during two days of rioting in January 2014, on Sunday January 3rd, 2016. (Hul Reaksmey/VOA Khmer)
Police look on as mourners participate in a Buddhist ceremony, for the brutal government crackdown during two days of rioting in January 2014, on Sunday January 3rd, 2016. (Hul Reaksmey/VOA Khmer)

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وزيراعظم نواز شريف ته داستعفي ورکولو دمشورې ترڅنگ خبردارى ورکړى چې په لاهور کې شروع شوې سونامي وزيراعظم هاؤس اؤ پارليمنټ هاؤس ته هم ورتلى شي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د٢٠١٣م انتخاباتو کې دشکمنې ټگۍ خلاف د١٤م اگست راهسې احتجاجي مارچ شروع کړى اؤ اسلام اباد ته درسيدو نه وروستو يې وئيلي ددغه ځايې نه به تر هغې نۀ ځي ترڅو چې وزيراعظم نواز شريف استعفي نۀ وي ورکړي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف څو ورځې وړاندې قام ته په ريډيو اؤ ټيلي ويژن دخطاب په مهال دعمران خان له لوري انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ چيف جسټس ته ديو درې کسيز کميشن جوړولو درخواست کړى ؤ.

خو عمران خان دغه وړانديز رد کړى ؤ اؤ وئيلي يې لمړى دې نواز شريف استعفي ورکړي نو بيا دې دانتخاباتو تحقيقات وکړل شي.

د اسلام اباد کې په سرينا چوک خپلو کارکوونکو ته دخطاب په مهال عمران خان وويل " نوازشريف ته په مينه وايم چې استعفي دې ورکړي، هغه درې واره تير کړل اؤ ډيرې پيسې يې ترلاسه کړې اؤ اوس دې په ياد وساتي چې زۀ تيزرفتاره بالر يم اؤ دتيزرفتاره بالر صبر ډير نۀ وي"

دپي ټي ائي مشر وويل "" کۀ وزيراعظم استعفي ورنۀ کړه نو دخلکو سمندر دريډ زون نه تيريدو سره پارليمنټ هاؤس اؤ وزيراعظم هاؤس پورې هم رسيدلى شي ځکه چې ما دتحريک انصاف جنون په قابو کې ساتلى اؤ دجنون هم يو حد وي"

هغه وويل " دنواز شريف وزيراعظمي غيرقانوني اؤ غيرائيني ده اؤ په دې خبره چوهدري نثار هم پوهيږي چې اليکشن شفاف نۀ ؤ ځکه ديو دوست په حيثيت هغه(چوهدري نثار) ته وايم چې تحريک انصاف کې دې شامل شي اؤ دبادشاهت وفاداري دې پريږدي "

عمران خان وويل" دظلم اؤ ناانصافۍ مقابله کول زمونږ فرض دي اؤ که قوم کې ضمير شته اؤ دظلم دنظام خاتمه غواړي نو اسلام اباد ته دې راورسيږي اؤ دفرعونانو مقابله دې وکړي گنې تاريخ به مونږ ونۀ بخښي "

دهغه وينا وه " زما تربيت دلوبو په ميدانونو کې شوى،زما لپاره تر ٤٠ؤ گينټو ويښ اوسيدل اؤ په باران کې اودريدل کومه لويه خبره نۀ ده خو په دغو ايوانونو کې دناستو بادشاه گانو لپاره دا مشکل کار دى،دا باران دالله دطرف نه زمونږ لپاره ازميښت دى اؤ مونږ به په دې ازميښت پوره خيژو"

هغه وويل " په يو ملک کې مې داسې جذبه اؤ جنون نۀ دى ليدلى، داسې جنون چې په کوم قام کې وي هغوي ته دسوال غوښتو اؤ قرضو اخستو هيڅ ضرورت نشته،دا قام تل طاقتور ؤ خو دبدقسمتۍ نه يې واکمنان ويريدونکي، کمزور اؤ بې ايمانه ؤ"

" کارکوونکو ته مبارکي ورکووم چې ازادۍ مارچ اولنۍ وکټه گزار کړه اؤ دعدالت فيصله راغله، اوس دوړوکي بادشاه خلاف مقدمه درج کيدونکې ده، مونږ ته داسې ښکاري چې اوس به وړوکى ميا ډير زره عدالت ته مخامخ شي اؤ اليکشن کې دټگۍ ټورۍ مخې ته په راتللو سره دغټ ميا مستقبل هم په تيارۀ کې ښکاري"

هغه وزيراعظم نواز شريف سره دڅه قسمه ساز باز کولو دخبرونو ترديد وکړو اؤ وې وئيل چې قيمت يې نۀ شي لگيدى.

دپي ټي ائي مشر وويل" قوم سره وعده کووم چې په وزيراعظم جوړيدو به کله هم دروغ نۀ وايم، ددروغو وعدې به نۀ کووم،دچا په وړاندې به لاس نۀ نيسم اؤ دقوم لپاره چې دڅه کولو توان لرم هغه به کووم"

هغه وويل خيبرپښتونخوا کې ورته په لمړي ځل حکومت سپارل شوى اؤ ددغه حکومت ديوکال په کارونو کې دپوليسو غيرسياسي اؤ بې پلوه کول دي اؤ زياته يې کړه ځکه چې " په دې ملک کې دټولو نه زيات ظلم دپوليس دى اؤ دتاڼې سياست خلک غلام جوړوي، اوس به راتلونکو ورځو کې خلک دتاڼو نه نۀ ويريږي اؤ پوليس به گلو بټان هم نۀ ساتي"

عمران خان وويل" په انسان اؤ ځناور کې فرق دا وي چې ځناور غيرسياسي وي، اولس دې واوري چې که هغوي غيرسياسي پاتې کيږي نو ورته به ځناور وئيلى شي،بادشاه سلامت خپله پيسه بهر وړي نو اولس دې خاموشه ولې وي"

هغه ديو ميډيا چينل په مشر دتنقيد کولو په وخت وويل " شکيل الرحمان دې شرم وکړي ،څوک چې پروپيگنډه کوي، هغه دپيسې پجاري دى،اولس به دهغه اخبار لوستل اؤ ټي وي کتل پريږدي، دپيسو په اخستو هغه نواز شريف نۀ شي بچ کولى"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG