لاس رسیدونکی لینک

دماډل ټاؤن پيښه : دوزيراعظم اؤ پنجاب دوزيراعلي خلاف دمقدمې درج کولو حکم


عدالت دفيصل ټاؤن سيمې دپوليسو مشر( ايس ايچ او) ته حکم کړى چې دککړو کسانو خلاف دې کيسونه درج کړي اؤ عدالت کې دې په دغه حواله يو راپور وړاندې کړي.

دلاهور سيشن کورټ دماډل ټاؤن پيښه کې درامينځته شوؤ وژنو خلاف دتحريک منهاج القران په درخواست دجون په مياشت کې دلاهور ماډل ټاؤن سيمه کې په رامينځته شوي تشدد دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف،پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف،داخله اؤ دفاع دوزيرانو په گډون د ١٩ؤ نورو سانو خلاف دقتل اؤ غلا ددفعاتو لاندې دمقدمې درج کولو حکم کړى دى.

په نورو مهمو شخصياتو کې دريلوى وزير خواجه سعد رفيق، پخوانى دقانون وزير رانا ثناء الله، دپنجاب دپوليسو مشر اؤ نور شامل دي.

عدالت دفيصل ټاؤن سيمې دپوليسو مشر( ايس ايچ او) ته حکم کړى چې دککړو کسانو خلاف دې کيسونه درج کړي اؤ عدالت کې دې په دغه حواله يو راپور وړاندې کړي.

دجون په مياشت کې دلاهور ماډل ټاؤن سيمه کې دپاکستان عوامي تحريک خواؤشا ١٥ کارکوونکي وژل شوي وؤ اؤ د١٠٠ؤ نه زيات ژوبل شوي وؤ.

ددغه عدالتي فيصلې نه سمدستي وروستو دپنجاب وزيراعلي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سره دهغه درائيونډ کور کې ملاقات کوي اؤ سرچينې وائي چې دواړو مشرانو دهيواد په مجموعي صورتحال اؤ دعدالت په فيصله بحث کړى دى.

دسرچينو وينا ده دمنهاج القران انتظاميې سيشن کورټ کې ددرخواست دجمع کولو په مهال دريځ خپل کړى ؤ چې پوليسو سيکرټريټ ته ورداخل شوي وؤ اؤ دغلا ترڅنگ يې دښځو په گډون دهغوي کارکوونکي وژلي وؤ.

په دغه درخواست کې دوزيراعظم نوازشريف، وزيراعلي شهباز شريف، داخله وزير چوهدري نثار، دقانون دپخواني صوبائي وزير رانا ثناء الله اؤ دپنجاب دپوليسو دمشر په شمول نور سياسي شخصيات ددغه پيښې ذمه وار گرځول شوي وؤ اؤ غوښتنه شوې وه چې عدالت دې دهغوي خلاف دقتل اؤ غلا ددفعو لاندې مقدمه درج کړي.

عدالت پخپله فيصله کې

XS
SM
MD
LG