لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : عمران دنواز شريف داستعفي اؤ بيا انتخاباتو غوښتنه کړې


د اسلام اباد په شاهراه کشمير دخالي په ورځ سحر وختي دخپلو پلويانو يوې لويې جلسې ته دخطاب په وخت عمران خان وويل چې نواز شريف دې استعفي ورکړي اؤ دبيا دسره دې انتخابات وکړي.
د اسلام اباد په شاهراه کشمير دخالي په ورځ سحر وختي دخپلو پلويانو يوې لويې جلسې ته دخطاب په وخت عمران خان وويل چې نواز شريف دې استعفي ورکړي اؤ دبيا دسره دې انتخابات وکړي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دخپلو زرگونو پلويانو سره پلازمينې اسلام اباد ته دلويې احتجاجي مارچ په شکل کې له رسيدو وروستو وزيراعظم نواز شريف نه داستعفي غوښتنه کړې اؤ دخپلو غوښتنو دمنظورۍ لپاره يې دخالي په ورځ ددهرنې ورکولو اعلان کړى دى.

د اسلام اباد په شاهراه کشمير دخالي په ورځ سحر وختي دخپلو پلويانو يوې لويې جلسې ته دخطاب په وخت عمران خان وويل چې نواز شريف دې استعفي ورکړي اؤ دبيا دسره دې انتخابات وکړي.

عمران خان تور ولگولو چې دوزيراعظم نواز شريف موجوده حکومت ددهاندلۍ په نتيجه کې اقتدار ته رسيدلى دى.

دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) ترڅنگ دحزب اختلاف تر ټولود ستر گوند پاکستان پيپلز پارټۍ ځينو مشرانو پخپل فوري ردعمل کې دعمران خان له لوري وزيراعظم نه داستعفي غوښتنه غيرائيني گرځولې ده.

عمران خان اعلان وکړو چې دخالي په ورځ دماسپښين دريوؤ بجو نه به دهرنا شروع کوي کومه چې به دحقيقي ازادۍ اؤ وزيراعظم داستعفي ورکولو پورې روانه وي.

عمران خان وويل که ورته خيبرپښتونخوا کې دبيا انتخاباتو کولو وينا وشي نو هلته به په دغسې صورت کې داول نه زياتې چوکۍ ترلاسه کړي.

دپي ټي ائي مشروويل دپاټلۍ نه دجمهوريت دغورځولو تورونه پرې لگولى شي خو په پاکستان کې خو جمهوريت دسره شته نۀ نو دپاټلۍ نه به څنگه غورځيږي.

هغه وويل نواز شريف دملک وزيراعظم نۀ غواړي ځکه چې هغه دانتخابي دهاندلۍ په نتيجه کې دغه چوکۍ ته رسيدلى.

دهغه وينا وه په څلورو حلقو کې يې دووټونو دبيا شميرنې غوښتنه کړې وه چې ددې لپاره يې دقانون په گډون هره دروازه وټکوله خو ورته انصاف ترلاسه نۀ شو اؤ اوس يې سړکونو ته دراوتلو فيصله کړې ده.

هغه وويل کله چې اسلام اباد ته ورسيدى نو پوليسو ورته دخط په ذريعه دحملې کيدو خبردارى ورکړو خو دهغه په قول که مرگ شته نو دهيواد دازادۍ لپاره مړه کيدل غوره دي.

دپي ټي ائي مشر تور ولگولو چې واکمنانو گجرانواله کې په ښځو اؤ ماشومانو کاڼي ورولي اؤ دهغوي په کنټينر يې ډزې کړې.

هغه وويل نواز شريف سره يوه لار ده، استعفي دې ورکړي اؤ بيا دې انتخابات وکړي ځکه چې هغوي به تر هاغه وخته اسلام اباد کې موجود وي ترڅو چې نواز شريف استعفي نۀ وي ورکړي.

عمران خان دلاهور نه دزيارت په ورځ دخپلو گڼو پلويانو سره احتجاجي لويې مارچ شروع کړى ؤ اؤ کله چې دجمعې په نيمه شپه دهغه قافله اسلام اباد ته ورسيده نو باران وريدو.

همدغه شان دپاکستان عوامي تحريک انقلاب مارچ هم دطاهرالقادري په مشرۍ کې دجمعې په نيمه شپه اسلام اباد ته رسيدلى اؤ هغه ته په خيابان سهروردي دجلسې اجازت ورکړل شوى دى.

داطلاعاتو وفاقي داخله وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې احتجاجي مارچ کې دشاملو کسانو تحفظ به يقيني کولى شي اؤ دې لړ کې هغه داحتجاج دمشرۍ کوونکو نه حکومت سره دمرستې غوښتنه کړې ده.

وفاقي دارالحکومت کې دغيرملکي سفارت خانو اؤ اهمو سرکاري ودانو سيمې " ريډزون" تړل شوي اؤ حکومت خبردارى ورکړى چې دغه لوري ته به چاته دتللو اجازت نۀ ورکړل کيږي اؤ دخلاف ورزۍ کوونکو په ضد به گامونه اخستى شي.

اسلام اباد کې دقانون نافذونکو ادارو ٢٥ زرو نه زيات عسکر تعينات دي.

دعمران خان ازادي مارچ اؤ دطاهرالقادري انقلاب مارچ دلاهور نه داسلام اباد پورې سفر پرامنه ؤ، خو په گجرانواله کې دمسلم ليگ(ن) اؤ پي ټي ائي دکارکوونکو ترمينځ معمولي نښته شوې وه چې وروستو پرې قابو وموندل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG