لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د" ضرب عضب" اپريشن نه پس ترهه گر په تيښته دي،جنرال شريف


دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې جنرال راحيل شريف وئيلي چې دترهه گرو کوششونه به کومه نتيجه ورنۀ کړي اؤ هغوي به په هيواد کې دپټيدو لپاره کوم ځايې بيا نۀ مومي.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې جنرال راحيل شريف وئيلي چې دترهه گرو کوششونه به کومه نتيجه ورنۀ کړي اؤ هغوي به په هيواد کې دپټيدو لپاره کوم ځايې بيا نۀ مومي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف کوئټه کې په پوځي هوائي اډو دتندلارو ديوې حملې دناکامولو دستائينې کولو په مهال وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو وروستو ترهه گر په تيښته دي اؤ پاکستان ته دنقصان رسولو ناکامه کوششونه کوي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې جنرال راحيل شريف وئيلي چې دترهه گرو کوششونه به کومه نتيجه ورنۀ کړي اؤ هغوي به په هيواد کې دپټيدو لپاره کوم ځايې بيا نۀ مومي.

دپوځ سرلښکر وئيلي چې دټول قام په ملاتړ به دهيواد دخاورې نه دترهه گرۍ لعنت دتل لپاره ختموؤ.

جنرال راحيل وئيلي امنيتي ځواکونه دې بيدار اوسي اؤ څنگه چې يې په کوئټه کې دترهه گرو ناوړه ارادې ناکامه کړې بايد همدغه شان فوري کارروائي وکړي.

دائي ايس پي ار يو وياند کوئټه کې دپي اى ايف په سمنگلي هوائي اډه اؤ دپوځ په خالد ايوي ايشن بيس دشوې حملې دتفصيلاتو ورکولو په مهال وئيلي دي چې " دپوځ، فضائي ځواکونو، ايف سي اؤ پوليسو دشريکې فوري کارروايۍ په نتيجه کې دواړو اډو ته دترهه گرو دداخليدو کوششونه ناکام کړل شوي اؤ ١١ ترهه گر وژل شوي دي"

دپوځي وياند ترمخه درې شکمن جنگيالي ژوندي هم نيول شوي دي.

هغه دا هم وئيلي چې پينځه ترهه گر دپى اى ايف سمنگلي هوائي اډې نه بهر وژل شوي اؤ درې نيول شوي اؤ شپږ نور دارمي ايوي ايشن بيس کوئټې نه بهر وژل شوي دي ، وياند دعوه کړې چې دپي اى ايف اؤ ارمي ايوي ايشن ټول تنصيبات محفوظ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG