لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنښتو وروستو عمران خان بُلټ پروف گاډي ته منتقل شوى


ددغه پيښې وروستو عمران خان دکنټينر نه راکوز شوى اؤ په بُلټ پروف گاډي کې دخپل کاروان سره داسلام اباد په لوري روان دى اؤ دهغه دتحفظ باوري کولو لپاره دپوليسو گاډي هم موجود دي.
ددغه پيښې وروستو عمران خان دکنټينر نه راکوز شوى اؤ په بُلټ پروف گاډي کې دخپل کاروان سره داسلام اباد په لوري روان دى اؤ دهغه دتحفظ باوري کولو لپاره دپوليسو گاډي هم موجود دي.

راپورونه وائي دپاکستان دپنجاب صوبې په گجرانواله سيمه کې دواکمن گوندمسلم ليگ(ن) اؤ عمران خان په مشرۍ دازادۍ دمارچ دبرخه والو ترمينځ نښته شوې اؤ کاڼي ورول شوي چې پکې څو کسان ژوبل شوي دي.

راپورونه وائي دگجرانوالې دشيرانوالې سيمې سره نزدې دمسلم ليگ(ن) داسمبلۍ دغړي خالد بټ ددفتر مخې ته دازادۍ مارچ برخه والو دمسلم ليگ(ن) دکارکوونکو په ليدو سره نعرې شروع کړې چې په ځواب کې يې د(ن) ليگ غړو هم نعرې وهل شروع کړل اؤ تحريک انصاف دمشرې شيرين مزاري ترمخه کله چې دسيمې نه دتحريک انصاف دمشر عمران خان کنټينر تيريدو نو د(ن) ليگ کارکوونکو پرې کاڼي وورول چې په نتيجه کې يې گڼ شمير کسان ژوبل شول.

مزاري تور لگولى چې کاڼو ويشتونکو ته پوليسو تحفظ ورکړى ؤ اؤ وئيلي يې دي چې ددغسې حکومتونو چالونو نه پس به دهغوي په قافله کې نور خلک هم شامليږي.

سرچينې وائي چې په ژوبل شوؤ کې دتحريک انصاف مشر عارف علوي هم شامل دى.

ددغه پيښې وروستو عمران خان دکنټينر نه راکوز شوى اؤ په بُلټ پروف گاډي کې دخپل کاروان سره داسلام اباد په لوري روان دى اؤ دهغه دتحفظ باوري کولو لپاره دپوليسو گاډي هم موجود دي.

يو شخصي ټي وي چينل سره خبرو کې عمران خان خپلو کارکوونکو ته دپرامنه اوسيدو مشوره ورکړې اؤ خبردارى يې ورکړى چې اسلام اباد ته په رسيدو به دهاغو کسانو سره حساب کوي چاچې يې په گاډي حمله کړې ده.

عمران خان وئيلي دي چې وزيراعظم نواز شريف دې خپله استعفي تياره وساتي.

دپي ټي ائي مشر وئيلي که چرې هغه ته څه قسمه زيان رسيدلى وى نو بيا به يې دخپلو کارکوونکو ردعمل څنگه اودرولو؟

دپاکستان تحريک انصاف يو مشر جهانگير ترين اسلام اباد کې پريس کانفرنس ته دخطاب په مهال وئيلي دي چې گجرانواله کې دتحريک انصاف په قافله کاڼي ويشتل شوي اؤ خبردارى يې ورکړى چې دهغوي دصبر امتحان دې وانۀ خستل شي.

همدغه شان دتحريک انصاف په مارچ کې شامل دعوامي مسلم ليگ مشر شيخ رشيد احمد تور لگولى چې گجرانواله کې وسله والو کسانو دپاکستان تحريک انصاف دچئيرمين عمران خان په کنټينر پينځه ډزې کړي دي.

دمسلم ليگ(ن) مشر اؤ دريلوى وفاقي وزير خواجه سعد رفيق تور لگولى چې نښته وروستو له هغې وشوه کله چې دپي ټي ائي کارکوونکو دنواز شريف تصويرونه په کاڼو وويشتل.

رفيق وائي دهغوي کارکوونکو هم په دغه شان انداز کې ردعمل ښودلى اؤ وروستو پوليس ورغلي اؤحالات يې قابو کړي دي.

وفاقي وزير ميډيا سره خبرو کې وئيلي چې وزيراعلي شهباز شريف ائي جي دې دعمران خان دسيکورټي ديو په دوه کولو هدايت کړى دى.

په عين حال کې په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه دپي ټي ائي په کاروان دشوؤ حملو غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دککړو کسانو په ضد دې گامونه واخستل شي.

خورشيد شاه وئيلي پي پي پي دوزيراعظم نه داستعفي په حواله دپي ټي ائي دغوښتنې ملاتړ نۀ شي کولى.

ميډيا سره خبرو کې خورشيد شاه وئيلي دي چې " داسې نۀ ښکاري چې وزيراعظم نواز شريف به استعفي ورکړي"

اسلام اباد ته دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي دلويو مارچونو داجازت په ورکولو خورشيد شاه دحکومت ستائينه کړې اؤ دا يې يو ښه گام گرځولى دى.

دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې هغه گجرانواله کې رامينځته شوؤ نښتو کې دککړو کسانو په اړه علم نۀ لري اؤ وئيلي يې دي چې " په يو لاريون حمله کول دپي ايم ايل(ن) تگلاره نۀ ده"

پرويز رشيد ژمنه کړې چې دگوند دتگلارې دخلاف ورزۍ کوونکي هر کارکن خلاف به کارروائي کولى شي.

هغه دپي ايم ايل(ن) دصوبائي اسمبلۍ غړو نه غوښتنه کړې چې دپي ټي ائي په لاره کې راتلونکي خپل ټول دفترونه دې وتړي ترڅو دنښتو مخه ونيول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG