لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف نه استعفي اخستو لپاره اسلام اباد ته روان يم،عمران خان


دپاکستان تحريک انصاف دمشرعمران خان په مشرۍ دازادۍ مارچ اؤ دپاکستان عوامي تحريک دمشر طاهرالقادري په مشرۍ دانقلاب مارچ په نوم دغه احتجاجي کاروانونه دلاهور نه داسلام اباد په لوري روان دي

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې دوزيراعظم نواز شريف نه داستعفي اخستو لپاره دخپلو زرگونو پلويانو سره پلازمينې اسلام اباد ته ورروان دى اؤ د"شريف کورنۍ دبادشاهت" ختمولو سره به دميچ په گټلو بيرته راستنيږي.

په عين حال کې دپنجاب وزيراعلي اؤ دوزيراعظم نواز شريف ورور ميا شهباز شريف وئيلي دي چې دوزيراعظم داستعفي يا مينځنۍ مودې دانتخاباتو سوال نۀ پيدا کيږي اؤپه يو بيان کې يې دټيکنوکريټ حکومت جوړولو غوښتنه غيرائيني گرځولې ده.

دپاکستان تحريک انصاف دمشرعمران خان په مشرۍ دازادۍ مارچ اؤ دپاکستان عوامي تحريک دمشر طاهرالقادري په مشرۍ دانقلاب مارچ په نوم دغه احتجاجي کاروانونه دلاهور نه داسلام اباد په لوري روان دي اؤ دميډيا راپورونو ترمخه په دغه مهال دپوليسو اؤ مظاهرينو ترمينځ دنښتو کومه اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

خپلو کارکوونکو ته لاره کې دخطاب په مهال عمران خان وويل چې ملک به دامرانو اؤ بادشاهانو نه خلاصوي اؤ پاکستان تحريک انصاف دقائداعظم دپاکستان جوړولو لپاره اسلام اباد ته روان دى.

عمران خان خبردارى ورکړو چې " دازادۍ مارچ ته غيرائيني وئيونکي دې په ياد وساتي چې په ټگۍ سره اليکشن گټل هم غيرائيني دي"

عمران خان تور ولگولو چې " د٢٠١٣م ميچ فکس ؤ" اؤ داولس نه مينډيټ تروړل شوى.

دپي ټي ائي مشر وويل دکچکول ماتولو دعوه کوونکو دقرضو اخستو ريکارډ جوړ کړى،هغه وويل کچکول به هله ماتيږي کله چې واکمنان ټيکس ورکول شروع کړي.

راپورونه وائي دتحريک انصاف په مارچ کې په گڼ شمير کې ښځې اؤ ماشومان موجود دي اؤ انتظاميې هم دمارچ برخه وال دمخکې پريښودو لپاره لارې پرانستې اؤ پوليس يې يو اړخ ته کړي دي.

گجرانواله کې ميډيا سره دخبرو په مهال عمران خان خپله دا اراده يوځل بيا تکرار کړه چې دازادۍ مارچ لس لکه برخه وال به اسلام اباد ته ورولي.

عمران خان وويل ترڅو چې ديوولسم مئ ٣٠١٣م انتخاباتو کې ټگي کوونکو ته سزاگانې نۀ وي ورکړل شوي تر هغې هيواد کې پاک انتخابات نۀ شي کيدى.

عمران خان وويل اولس سړکونو ته راوتلى اؤ نواز شريف دې پوهه شي چې هغوي شوي انتخابات نۀ مني.

عمران خان دا هم وئيلي چې دنواز شريف دحکومت دتختې اړولو لپاره پوره طاقت لري.

دپي ټي ائي مشر وئيلي کله چې اسلام اباد ته ورسيږي نو دتيرکال په انتخاباتو کې دشوې دهاندلۍ په حواله به ثبوت وړاندې کوي اؤ په ډاگه کوي چې په دغه ټگۍ کې څوک شامل ؤ.

دهغه وينا وه خلک ازادي اؤ يو داسې حکومت غواړي چې دهغوي له لوري منتخب شوى وي نۀ چې ددهاندلۍ په ذريعه اقتدار ته راغلى وي.

بل لوري ته داخله وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي چي پي ټي ائي اسلام اباد کې داحتجاج کولو تحريري اجازت غوښتى اؤ ورته به اجازت ورکولى شي.

اسلام اباد کې يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت چوهدري نثارعلي خان وويل حکومت دلاهورهائيکورټ دفيصلې سره سم کنټينرې لرې کړي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې داخله وزير وويل دپوځ اؤ حکومت ترمينځ داړيکو نه بهر راوتل پکار دي اؤ زياته يې کړه چې پوځ دې دسياست نه لرې وساتل شي ځکه چې پوځ په جنگ کې مصروف دى.

بل لوري ته دپاکستان عوامي تحريک انقلاب مارچ هم دلاهور دمختلفو ښارونو نه تيريږي اؤ داسلام اباد په لوري روان دى.

کله چې دانقلاب مارچ کاروان کهاريه ته ورسيدو نو خپلو پلويانو ته خطاب کې دعوامي تحريک مشر ډاکټر طاهرلقادري خبردارى ورکړو چې پخپله قافله ورته دحملې اطلاعات ترلاسه شوي.

قادري وئيلي دخپل مارچ په حواله يې حکومت سره کوم تړون نۀ دى کړى.

هغه وويل دانقلاب مارچ په اړه پوښتنې راپورته کيږي چې ايا دا ائيني دى که غيرائيني خو پوښتل غواړي چې ايا دلاهورماډل ټاؤن کې دهغه په بې گناه پلويانو گولۍ چلول ائيني ؤ؟،ددغه پيښې ايف ائي ار نۀ درج کول په کوم قانون کې ليکل شوي.

XS
SM
MD
LG