لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : په دوؤ پوځي هوائي اډو دحملې کوشش،١٠ جنگيالي مړۀ


دبلوچستان دپوليسو مشر محمد عمليش ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو په کوئټه کې دتندلارو په ضد کارروائي مکمل کړې ده.

امنيتي چارواکو دجمعې په ورځ وئيلي دي چې تيره شپه دبلوچستان په سرښار کوئټه کې امنيتي ځواکونو په سمنگلي اؤ خالد هوائي اډو دحملو کوشش کوونکي ١٠ تندلاري وژلي دي.

امنيتي ځواکونو ددغه کارروايۍ په مهال يو تندلارى په ژوبل حالت کې نيولى اؤ دتپوس پوښتنو لپاره يې نامعلوم ځايې ته منتقل کړى دى.

دبلوچستان دپوليسو مشر محمد عمليش ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو په کوئټه کې دتندلارو په ضد کارروائي مکمل کړې ده.

دپوليسو دغه مشر منلې ده چې دڅلورو گينټو نه تر زياته وخته روانه دغه کارروايۍ کې ١١ عسکر هم ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

دبلوچستان دپوليسو مشر دا هم وئيلي چې دخالد ائيربيس نه ١١ راکټونه ترلاسه شوي اؤ دسمنگلي هوائي اډې نه هم په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود لاسته راوړل شوي.

عمليش وويل " دهوائي اډو لوري ته د تلونکو ټولو داخلي اؤ خارجي لارو سخته څارنه کولى شي "

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) په يو بيان کې وئيلي دي چې په کوئټه کې سمنگلي اؤ خالد فضائي اډې(دتندلارو نه) پاکې کړل شوي دي.

دهغه وينا وه چې دخالد ائيربيس سره نزدې چې کله پوليسو دوه شکمن کسان وليدل نو دپوليسو لوړپوړو چارواکو ته يې اطلاع ورکړه چې له دې وروستو دهغوي خلاف کارروائي وشوه اؤ پکې دغه دواړه حمله کوونکي ووژل شول.

هغه وويل چې دسيمې نه څلور بمونه هم ترلاسه شوي اؤ ناکاره کړل شوي دي.

حمله کوونکو په سمنگلي ائيربيس هم دحملې هڅه وکړه اؤ دبلوچستان دپوليسو دمشر ترمخه سيمه کې دوؤ خودکشو ځانونه الوځولي اؤ دوه نور په ډزو سره وژل شوي.

هغه دعوه کړې چې دسختو امنيتي تدابير نيولو په وجه حمله کوونکي دواړو هوائي اډو ته په ننوتلو کې ناکامه شوي دي.

سپرنټډنټ اف پوليس عمران قريشي هم ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي چې اپريشن دجمعې په سحر مکمل کړل شوى اؤ زياته کړې يې ده چې دسمنگلي ائيربيس په اړه شوې دلټونې يوه کارروايۍ کې پينځه شکمن کسان نيول شوي دي اؤ دهغوي نه تپوس پوښتنې روانې دي.

دبلوچستان داخله وزير سرفراز بگټي کوئټه کې په هوائي اډو دحملې ددغه کوشش په اړه خبريالانو ته وئيلي چې " ټول وژل شوي ترهه گر ازبک ښکاري" ،هغه په دغه حمله کې دشپږو کسانو دوژل کيدو پخلى کړى.

دفرنټئير کور يو وياند خان وصى هم وئيلي دي چې حمله هاغه وخت وشوه کله چې تندلارو په هوائي اډه ډزې شروع کړې اؤ لاسي بمونه يې وغورځول.

هغه وويل چې حمله کوونکو اووۀ راکټونه داغلي کوم چې ددواړو هوائي اډو په احاطه کې لگيدلي دي.

دپوليسو وينا ده چې ددغه اپريشن په مهال سيمه کې د٢٠ؤ چاؤدنو غږونه اوريدل شوي اؤ زياتوي چې دچاؤدنو وروستو سختې ډزې هم شوي دي.

ددغه حملې ذمه واري په فوري توگه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

XS
SM
MD
LG