لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندايجنسۍ کې پوځ افغانستان څخه وراوړيدلي دوه جنگيالي وژلي

 دسرچينو ترمخه دپولې پورې غاړې افغانستان څخه يو شمير جنگيالو دمهمندايجنسۍ په عيسي خيل سيمه کې دپاکستاني پوځيانو په چيک پوسټ حمله کړې خو امنيتي ځواکونو دهغوي دغه حمله په شا تمبولې اؤ ځوابي عملياتو کې يې دوه جنگيالي وژلي چې دهغوي مړي بريدکوونکو دځان سره وړي دي.

ناتائيده راپورونه وايي پاکستاني پوځيانو دزيارت په ورځ مهمند ايجنسۍ کې دپولې پورې غاړې څخه افغانستان څخه په يوه امنيتي پوسته شوې حمله په شا تمبولې اؤ دوه جنگيالي يې وژلي دي.

دسرچينو ترمخه دپولې پورې غاړې افغانستان څخه يو شمير جنگيالو دمهمندايجنسۍ په عيسي خيل سيمه کې دپاکستاني پوځيانو په چيک پوسټ حمله کړې خو امنيتي ځواکونو دهغوي دغه حمله په شا تمبولې اؤ ځوابي عملياتو کې يې دوه جنگيالي وژلي چې دهغوي مړي بريدکوونکو دځان سره وړي دي.

دپاکستان پوځ تر دې مهاله ددغه حملې تصديق يا ترديد نۀ دى کړى.

مهمندايجنسي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې باور کيږي دغلته دالقاعده سره تعلق لرونکو پاکستاني طالبانو خپلې محفوظې ځالې جوړې کړي اؤ دغلته وخت ناوخته دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتې هم کيږي.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا دسوات په مټه تحصيل کې دتندلارو په يوه حمله کې دوه عسکر ژوبل شوي اؤ دپيښې وروستو سيمه کې کرفيو لگول شوې ده.

سوات کې دپاکستان پوځ په ٢٠٠٩م کې دمقامي طالبانو دمشر مولانا فضل الله دملگرو په ضد په لويه پيمانه عمليات کړي وؤ چې پکې يې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې وه خو پاکستاني چارواکي وائي چې دټي ټي پي موجوده مشر ملا فضل الله دافغانستان په کونړ يا نورستان ولايت کې پټ دى اؤ ددغو ځائيونو څخه په پاکستاني پوځيانو دحملو منصوبه بندي کوي.

پاکستان له دې وړاندې هم دخيبرپښتونخوا په دير اؤ باجوړ سيمو کې پخپلو پوځيانو دپولې پورې غاړې څخه دجنگيالو په حملو افغان حکومت ته احتجاج کړى اؤ پوځ دافغان چارواکو څخه پخپله علاقه کې دپټ ملا فضل الله په ضد دکارروايۍ غوښتنه هم کړې.

خو افغان حکومت دريځ لري چې دملا فضل الله په گډون جنگيالو ته پناه ورکول دهغوي دحکومت تگلاره نۀ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG