لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم ته وئيل شوي دپي اى ټي مارچ کې دوينې توئيدو امکان دى


دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان وئيلي چې يو لوړپوړي حکومتي چارواکي ورته وئيلي يوې خفيه ايجنسۍ وزيراعظم ته دنهې په ورځ په ١٤م اگست دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي داحتجاجي لاريونونو په اړه بريفنگ ورکړى دى.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان وئيلي چې يو لوړپوړي حکومتي چارواکي ورته وئيلي يوې خفيه ايجنسۍ وزيراعظم ته دنهې په ورځ په ١٤م اگست دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي داحتجاجي لاريونونو په اړه بريفنگ ورکړى دى.

وزيراعظم نواز شريف ته وئيل شوي چې ځينې ورانکاري دطاهرالقادري دپاکستان عوامي تحريک مارچ کې دگډوډي پيدا کولو لپاره شامل شوي چې له دې وروستو پي اى ټي ته دانقلاب مارچ داجازت ورکولو امکان کم شوى دى.

خو تحريک انصاف ته به دازادۍ مارچ کولو اجازت ورکول کيږي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان وئيلي چې يو لوړپوړي حکومتي چارواکي ورته وئيلي يوې خفيه ايجنسۍ وزيراعظم ته دنهې په ورځ په ١٤م اگست دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي داحتجاجي لاريونونو په اړه بريفنگ ورکړى دى.

ورځپاڼه وائي نواز شريف ته وئيل شوي چې ځينې ورانکاري پي اى ټي کې شامل شوي اؤ دقانون نافذونکو ادارو دعسکرو سره به نښته کوي اؤ بيا به په کارکوونکو ډزې کوي.

ددغه ايجنسۍ ترمخه دواړه گوندونه به ديو لک نه زيات مظاهره چيان راټول نۀ کړل شي چې په هغې کې ٨٠ زره پي ټي ائي اؤ د١٠ؤ نه تر ٢٠ؤ زرو پورې پي اى ټي دراټولولو توان لري.

دغه خفيه ايجنسۍ دپي اى ټي دځينو ناخوښو غيرملکي رابطو دنيولو دعوه کړې خو دورځپاڼې په وينا ياد شوي چارواکي ورته ددغو رابطو سپيناوى نۀ دى کړى.

خو په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه حکومت څخه اوس اوس غوښتنه کړې وه چې معلومه دې کړي ددغو مارچونو پشان صيهوني لا بي خو نشته.

ورځپاڼه وائي چارواکي ورته وئيلي چې داستخباراتي راپورونو په نظر کې نيولو سره حکومت فيصله کړې چې پي اى ټي ته به دانقلاب مارچ اجازت نۀ ورکوي.

دغه چارواکى زياتوي چې وزيراعظم دپي ټي ائي دمارچ په قابو کې دساتلو لپاره يواځې دانتظامي گامونو اخستو هدايت کړى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې که چرې دازادۍ دمارچ برخه وال اسلام اباد پورې دغځيدلو سړکونو په بيلا بيلو ځائيونو کې دايښودل شوؤ کنټينرو دلرې کوشش وکړي نوپوليس دې يواځې "تش په نوم" مزاحمت وکړي.

بل لوري ته دورځپاڼې وينا ده چې وزيراعظم دجماعت اسلامي دامير سراج الحق دمينځگړتوب دکردار نه مايوسه شوى اؤ هغه سره يې دليدو نه ډډه کړې.

دنهې په ورځ دجماعت اسلامي هيئت ته يواځې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف هرکلى وئيلى.

دجماعت اسلامي هيئت هغه ته وئيلي تحريک انصاف غواړي چې حکومت ورته دمارچ کولو اجازت ورکړي اؤ حکومت دې دمارچ په اخره کې دهغوي غوښتنې ومني ترڅو عمران خان ديو فاتح په توگه بيرته راستون شي.

حکومت په دې شرط دازادۍ مارچ اجازت ورکولو ته تيار دى چې ددغه مارچ کارکوونکي به يواځې يوه ورځ په اسلام اباد کې ايسار وي.

خو دتحريک انصاف مشر عمران خان دوړاندې نه په ډاگه کړې چې هغه به دخپلو پلويانو سره اسلام اباد کې تر هاغه وخته موجود وي ترڅو چې يې دنواز شريف دحکومت تخته نۀ وي اړولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG