لاس رسیدونکی لینک

ددفاع وزير دپوځ دراتلو امکان رد کړى


يوه مرکه کې ددفاع وزير وئيلي دي چې حکومت اؤ پوځ دهيواد په بهرنۍ تگلاره په پوره توگه متفق دي.

دپاکستان ددفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي چې پوځ سره دحکومت اړيکې ښې دي اؤ دکوم پوځي مداخلت امکان يې رد کړى دى.

يوه مرکه کې ددفاع وزير وئيلي دي چې حکومت اؤ پوځ دهيواد په بهرنۍ تگلاره په پوره توگه متفق دي.

هغه وويل "مونږ ته اوس هم څلور کاله پاتې دي" اؤ زياته يې کړه چې پاکستان مسلم ليگ(ن) ته يوه قانوني ايجنډا مکملول دي.

ددفاع وزير دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې تيره شپه دوزيراعظم نواز شريف له لوري په ټي وي اؤ ريډيو قام ته خطاب کې د٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دټگۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره سپريم کورټ ته دعدالتي کميشن جوړولو ددرخواست باوجود دمخالف سياسي گوند تحريک انصاف مشر عمران خان په ١٤م اگست اسلام اباد ته دخپل احتجاجي مارچ وروستو دمنصوبې دجاري ساتلو اعلان وکړو.

يو شخصي ټي وي چينل سره مرکه کې دتحريک انصاف مشرعمران خان دنواز شريف په حکومت غږ کړى چې دهغه پلويانو دې اسلام اباد کې دپرامنه احتجاج کولو حق ورکړل شي اؤ دهغوي مخه دې ونۀ نيول شي اؤ که چرې پوليسو دهغوي مخه ونيوله نو دجگړې په صورت کې به دمارشل لاء لگيدو قصور دحکومت وي.

XS
SM
MD
LG