لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي مارچ ته ضربه ، جاويد هاشمي ځان مارچ نه جدا کړو


جاويد هاشمي وئيلي هغه باغي ؤ، باغي دى اؤ باغي به وي.
جاويد هاشمي وئيلي هغه باغي ؤ، باغي دى اؤ باغي به وي.

دتحريک انصاف گوند مرکزي صدر جاويد هاشمي د نهې اؤ گل په مينځ شپه د خپل گوند لخوا په څوارلسم اگست اسلام اباد کې کيدونکي ازادي مارچ څخه د پريکون اعلان کړى اؤ په واضحه ټکو کې يې وئيلي چې هغه ټول عمر د جمهوريت دپاره قربانۍ ورکړي ځکه نو اوس د جمهوريت چقولو د عمل برخه نۀ شي جوړيدى.

دجاويد هاشمي ددغه اعلان سره پاکستان کې په ١٤م اگست د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف گوند لخوا رابلل شوي ازادي مارچ ته سخته ضربه رسيدلې اؤ په دغه گوند کې پخپله د جمهوريت په ملاتړ اؤ مخالفت اختلافونه راپورته شوي دي.

دپاکستان يو شخصي ټي وي چينل جيونيوز سره خبرو کې جاويد هاشمي وئيلي دي هغه خپل ځان دتحريک انصاف د لانگ مارچ د لارې د کوم غيرجمهوري عمل برخه جوړول نۀ غواړي ځکه چې ددغه جمهوريت دپاره يې پخپله ډيرې قربانۍ ورکړي دي.

جاويد هاشمي وئيلي هغه باغي ؤ، باغي دى اؤ باغي به وي.

د جيو ټي وي له مخې جاويد هاشمي ورته وئيلي چې په تحريک انصاف گوند کې د شاه محمود قريشي اؤ طاهر القادري اثر رسوخ سيوا شوى اؤ دهغوئ په مشورو چې کوم کارونه روان دي هغه يې ملاتړ نۀ شي کولى .

جاويد هاشمي چې د نهې تر ورځې په پلازمينه اسلام اباد کې ايسار ؤ پخپلو خبرو کې يې وئيلي چې اوس خپل پلرني ښار ملتان ته روان شوى دى.

له دې وړاندې دپاکستان تحريک انصاف مرکزي وياندې مطبوعاتو ته وئيلي وؤ د ازادي مارچ څخه د جاويد هاشمي د پريکون اطلاعات هيڅ حقيقت نۀ لري.

دپاکستان تحريک انصاف مشرعمران خان دريځ لري چې په کال ٢٠١٣ کې د هيواد دننه کومې ټولټاکنې شوي هغې کې موجوده حکومت د هاغه وخت دعدليې اؤ د ټولټاکنو دکميشن په ملاتړ درغلي کړې ده .

عمران خان غوښتنه لرله چې ددغه درغلۍ دې د عدالتي کميشن د لارې تحقيقات وکړل شي خو دنهې په ماسخوتن چې کله دپاکستان وزيراعظم قام ته پخپله وينا کې د سترې محکمې د ججانو له لارې انتخاباتو کې د درغلۍ د لگول شوؤ تورونو د پلټنو غوښتنه ومنله نو له هغې وروستو عمران خان پخپل يو مطبوعاتي کانفرنس کې وويل وزيراعظم بايد د پلټنو نه وړاندې دخپل منصب څخه مستعفي شي.

عمران خان وائي په ١٤م مارچ اسلام اباد ته کيدونکى ازادي مارچ به تر هاغې نۀ ختموي ترڅو چې يې دنواز شريف دحکومت تخته نۀ وي نسکوره کړي، هغه ته په دغه احتجاج کې دځينو نورو گوندونو ملاتړ هم ترلاسه دى.

څيړونکي تور لگوي عمران خان ددغه احتجاج له لارې په هيواد کې دجمهوري نظام خاتمه اؤ پوځي واکمنۍ راتلل غواړي ،خو عمران خان وائي که دهغه داحتجاج نتيجه دمارشل لاء په شکل کې را اوځي نو دا به دهغه نۀ بلکې دحکومت تيروتنه وي ځکه چې تيراوسه يې حکومت خبرې ته غوږ نۀ ايښودو.

قام ته خپله وینا کې نواز شریف وویل هیڅ چا ته به هم هیواد جمهوري، ائیني او قانوني نظام د تباه کولو اجازت نه ورکوي.

په پاکستان کې په ١٤م اگست ددغه هيواد دازادۍ ورځ نمانځل کيږي خو دا ځل دازادۍ دمراسمو نمانځلو دپاره دتيارو نيولو پځايې دهرچا په خلۀ هم دا يوه پوښتنه ده چې دتحريک انصاف ازادي مارچ به څه نتيجې ولري؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG