لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان دنظربند کولو سره به حالات خرابيږى،خورشيدشاه

 اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال خورشيد شاه وويل دعمران خان له لوري دبيا انتخاباتو کولو غوښتنه ناقابل فهم ده ځکه چې دغسې به دغه انتخابات هم دهاغه اليکشن کميشن له لوري منظم کولى شي کوم چې په مئ ٢٠١٣م کې ترسره کړي وؤ.

قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي چې که حکومت ته دتحريک انصاف دمشر عمران خان دنظر بند کولو دمشورې ورکولو صورت کې به هيواد کې حالات خراب شي.

اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال خورشيد شاه وويل دعمران خان له لوري دبيا انتخاباتو کولو غوښتنه ناقابل فهم ده ځکه چې دغسې به دغه انتخابات هم دهاغه اليکشن کميشن له لوري منظم کولى شي کوم چې په مئ ٢٠١٣م کې ترسره کړي وؤ.

دپاکستان پيپلز پارټۍ دغه مشر دا هم وويل چې دنوؤ انتخاباتو کولو لپاره انتخاباتي اصلاحاتو ته ضرورت دى اؤ زياته يې کړه چې په دغو اصلاحاتو دعمل درامد لپاره به زيات وخت ته ضرورت وي.

داپوزيشن مشر وويل ډاکټر طاهرالقادري دخپلو بيانونو په ذريعه دځان لپاره مسئلې پيدا کوي،شاه وويل که چرې دطاهري بيانونه ټوقې وي نو ددغه نوعيت ټولې زيانمنې ثابتيدى شي.

خورشيد شاه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دپي ټي ائي مشر عمران خان اؤ دپي اى ټي مشر طاهرالقادري داحتجاجي مارچونو په کولو سره دنواز شريف دحکومت دتختې اړولو ژمنه کړې ده.

عمران خان اؤ طاهرالقادري په ١٤م اگست دپاکستان دازادۍ په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې دخپلو زرگونو پلويانو سره دتيرکال دعامو انتخاباتو په ضداحتجاجي لاريون کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG